شاته

زورور سمندري توپان امریکا کې شپږ تنه وژلي 

د امریکا متحده ایالتونو په ختیځو سواحلو کې د "آیسایاس" په نامه توپان چې ګړندي بادونه هم ورسره وو لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.

"ایسایاس" توپان دوشنبې په ماښام د "اګست ۳" د شمالي کارولینا سواحلو ته د لومړۍ درجې توپان په توګه راورسید او ډیر ژر د امریکا شرقي سواحلو ته وغځید.

خو توپان وچې ته په رارسیدو خپله یوه اندازه قوت له لاسه ورکړ اما بیا هم د سیلابونو، د ونو د ماتیدو او د بریښنا د قطع کیدو لامل شو.

د امریکا د هوا پيژندنې ادارې اټکل کړی چې توپان به د چهار شنبې په ورځ "اګست ۵" او یا هم سبا پنجشبه د کاناډا جنوب شرقي سواحلو ته ورسیږي.

هوا پیژندونکي وړاندوینه کوي په داسې حال کې چې له توپان سره مل باد مخ په کمزوري کیدو دی خو د کاناډا په جنوب شرقي سواحلو کې به له کابو دوو تر اوه سانتې متره اورښت لامل هم شي.

آیسایاس توپان په شمالي کارولینا کې بوړبکۍ رامنځ ته کړه او دوه تنه یې ووژل.

د همدې توپان له امله په نیویارک او مریلینډ ایالتونو کې په جلا پيښو کې یوه میرمن او یو نارینه وروسته له هغه ووژل شول چې ونې یې په موټرونو راوغورځیدې. په دل اویر ایالت کې هم یو کس د وڼې د خاښ د راغورځیدو له امله ژوند له لاسه وکړ. بل کس په پنسلوانیا ایالت کې له سړک څخه د موټر د اوښتو له امله ووژل شو.

د امریکا په دل ایویر، مریلینډ، نیو جرسي او ویرجینیا ایالتونو کې هم د توپانونو راپور ورکړل شوی وو. په فلادلفیا کې څو ماشومان وروسته له هغه ټپیان شول چې زورور باد د یوه وړکتون چت زیانمن کړ.