شاته

صدر ټرمپ د ټک ټاک اخستو لپاره ماېکرو سافټ ته ۴۵ ورځې وخت ورکړی

نن د ګل په ورځ صدر ډانلډ ټرمپ ویلي، که چرې امریکايي کمپني ماېکرو سافټ ټک ټاک دغه اېپ واخلي نو هغه به یې پرواه وه نه کړی خو زیاته کړې یې ده باېد دغه سودا د ستمبر میاشتې ۱۵ پورې وشي. 

د امریکا صدر دانلډ ټرمپ ویلي که چرې امریکايي ماېکروسافټ یا بلې کومې کمپنۍ د ستمبر میاشتې ۱۵مې نېټې وړاندې چینايي موباېل اېپلیکېشن ټک ټاک وا نه خستو نو ټک ټاک به په امریکا کې تړل کیږي. صدر ټرمپ دغه خبرې نن د ګل په ورځ د خبریالانو سره د خبرو په وخت کړي.‌

صدر ټرمپ ویلي : ٫٫ د دغې سودا لویه برخه به د امریکې خزانې ته راځي، ځکه مونږ دغې سودا لپاره لاره هواره کړی.‌٬٬ صدر ټرمپ زیاته کې دا لکه د مالک او کرایه دار په شان سودا ده.

خو امریکایي صدر دا وړاندیز هم کړی چې ښه به دا وي چې ټک ټاک ټول په ټوله واخستل شي. ٫٫ تاسو به ۳۰ فیصده برخه څنګه اخلۍ؟ د دې نوم به د چا سره وي؟‌ نوم یې ډیر ښه دی. نښه یې هم ډیره ښه ده. بیا به یې نوم څوک اخلي؟ دا به څنګه وي چې ټک ټاک دوه جدا کمپنۍ واخلي؟٬٬ صدر ټرمپ دغه خبرې په واېټ‌هاوس کې کړي.

ماېکرو سافټ کمپنۍ بیا په یو بیان کې د دې خبرې پخلی کړی چې د دوي مشر یا سي اي او ستیا ناډیلا د امریکايي صدر سره لیدلي او دا ژمنه یې کړې چې د دغه نېټې وړاندې به ټک ټاک اېپ واخلي.

په بیان کې ویل شوي ٫٫ ماېکروسافټ به د باېټ ډانس کمپنۍ سره ډیر زر د ټک ټاک اخستو خبرې سر ته ورسوي او په راروانواونیو کې به فیصله وشي. دغه هر څه به د ستمبر میاشتې د ۱۵مې نېټې پورې پوره شي. خو په ورته وخت کې به ماېکرو سافټ د امریکايي حکومت او د صدر ټرمپ سره خبرې اترې هم جاري ساتي.٬٬

صدر ډانلډ ټرمپ تیره اونۍ ویلي وو چې هغه به د امنیتي اندېښنو له سببه د چینايي کمپنۍ باېټ ډانس موباېل اېپلیکېشن ټاک ټاک باندې په امریکا کې بندیز لګوي.

نن د ګل په ورځ صدر ډانلډ ټرمپ ویلي، که چرې امریکايي کمپني ماېکرو سافټ ټک ټاک دغه اېپ واخلي نو هغه به یې پرواه وه نه کړی خو زیاته کړې یې ده باېد دغه سودا د ستمبر میاشتې ۱۵ پورې وشي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خالي/ شنبې په ورځ ویلي وو، هغه د چین ویډیو ایپ” ټک ټاک” د تړلو پرېکړه کړې ده او ډیر زر به په دې اړه صدارتي امر خپور کړي.

د جمعې په ورځ رسنیو سره خبرو کې صدر ټرمپ ویلي هغه په دې اړوند د شنبې په ورځ امر خپرولی شي چې له هغې وروسته به امریکا کې ټک ټاک بند کړل شي.

په دغه ورځ صدر ټرمپ د امریکایي کمپنیو لخوا د ټک ټاک ویډيو ایپ د اخستو د وړاندیز ملاتړ هم نه وو کړی .

دلنډو ویډیوګانو خپرونکې رسنۍ ټک ټاک د امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي او دا ایپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی یا ډاون لوډ کړی دی.

یوازې په امریکا کې د ټک ټاک د کارونکو شمیره د ۱۶ؤ کروړو نه زیاته ښودل شوې ده.

ټک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک ایپ دی چې خلکو ته د لنډو ویډيوګانو، په سندرو دشونډو ښوځولو اؤ غبرګو ویډیو ګانو جوړولو اؤ خپرولو اجازه ورکوي.

په نوي کول کې دې ټولنیزې رسنۍ زیات مقبولیت پیدا کړی خو ددې ترڅنګ په یادې رسنۍ دا نیوکې هم کیږي چې په سیاسي اؤ نسلي توپیرونو اډاڼه داسې ویډیو ګانې هم نشروي چې دخلکو د ناخوښۍ سبب ګرځي .

امریکایي چارواکي اندېښنه لري چې ټک ټاک ددغه هیواد د سلامتۍ پر وړاندې ګواښونه راولاړوي اوددې رسنۍ دکاروونکو په اړه معلومات د چین د حکومت ګوتو ته ورتلی شي.

خو د ټک ټاک د کمپنۍ بائټ ډانس دریځ دی چې هغوئ د امریکایي صارفینو په اړوند معلومات د چین حکومت ته نه ورکوي بلکې دا معلومات په امریکا او سنګا پور کې خوندي ساتل کیږي.