شاته

'روسیه په امریکا کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه ناسم معلومات خپروي'

امریکايي چارواکي وايي، روسیه په امریکا کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه ناسم معلومات خپروي.

امریکايي چارواکو اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې څو وېب‌پاڼې چې په روسیه کې راجستر دي، لوېدیځوالو ته داسې ښيي چې روسیه د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه کې بریالۍ ده، په دې برخه کې یې له امریکا سره ډېره مرسته کړې، خو امریکا ناکامه ده.

امریکايي چارواکو ۳ وېب‌پاڼې موندلي چې په انګلیسي ژبه دي او د دوی په وینا د کرونا ویروس د وبا په اړه غلط معلومات خپروي.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د امریکايي چارواکو په قول همداراز ویلي، دا وېب‌پاڼې چې امریکايانو او لوېدیځوالو ته ناسم معلومات خپروي، د روسیې له استخباراتي ادارو سره تړلي او دوی د دغو معلوماتو د خپراوي په ارتباط دوه روسان پېژندلي چې د روسیې په پوځي استخباراتو کې یې مهمې دندې لرلي.

اسوشیټد پرس خبري اژانس وايي، دغو امریکايي چارواکو له دې کبله چې له رسنیو سره د خبرو اجازه‌یې نه‌لرله، نه‌غوښتل چې نومونه‌یې واخیستل شي.

تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو د کرونا وبا په اړه د غلطو معلوماتو د خپرېدو په هکله خبرداری ورکړی و، خو هغه چارواکي چې اسوشیټډ پرس خبري اژانس‌یې څرګندونې خپرې کړي، په زغرده وايي چې انفوروس (InfoRos) هغه معلوماتي اداره ده چې په روسیه کې ثبت یا راجستر ده او دا درې وېب‌پاڼې چلوي چې د کرونا وبا په اړه لوېدیځو مخاطبانو ته ناسم معلومات ورکوي.

دغو درې وېب‌پاڼو د مې له وروستیو د جولای تر لومړیو پورې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په اړه شاوخوا ۱۵۰ لیکنې خپرې کړي.

په دغو لیکنو کې د کرونا په وړاندې د روسیې پر اقداماتو مثبته رڼا اچول کېږي، خو د امریکا هڅې ناکامې ښودل کېږي.

په دغو لیکنو کې یادونه کېږي چې روسیې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له امریکا سره ډېره مرسته کړې او د چین د شک په تأیید یې لیکلي چې کرونا ویروس یوه بیالوژیکي وسله ده.

د روسي وېب‌پاڼو له لوري د کرونا ویروس په تړاو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو موضوع له دې کبله اندېښنې پارولي چې په نومبر میاشت کې په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي.

امریکايي سیاستوالو په ځلونو خبرداری ورکړی چې روسان ښايي بیا د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.