شاته

چین په امریکايي سناتورانو بندیز ولګوه

د چین حکومت په دوو مخکښو امریکايي سناتورانو او د استازو د خونې په یو غړي باندې مالي بندیز اعلان کړی دی.

څو ورځې مخکې امریکا په شین جینانګ کې له اویغور مسلمانانو سره د بد چال چلند په اړه په دغه ایالت کې د چین د کمونست ګوند د مشر په ګډون په یو شمېر لوړ پوړیو چینايي چارواکو باندي بندیز ولګوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (چنګاښ۲۳) وویل چې د متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکي ګوند په دوو سناتورانو تېډکروز او مارکو روبیو او د امریکا د استازو په خونه کې د دغه ګوند په بل غړي ګریس سمیت یې مالي بندیزونه لګولي دي.

نوموړې همدغه راز وویل چې د امریکا د «نړیوالو مذهبونو د ازادۍ» د برخې په استازي سېم براونبک یې هم بندیز لګولی دی. چین د امریکا د ګانګرس په هغې اجرايي کمېټې هم بندیز لګولی دی چې د سپینې ماڼۍ سره یې یو ځای په چین کې "د بشري حقونو مسایل او د قانون تطبیق" څارل.

مارکو روبیو د دغې کمېټې لوړ پوړی غړی او اوسنی مشر دی او ګریس سمیت یې پخوانی لوړ پوړی غړی او مشر و.

چین له هغه څو ورځې وروسته دا بندیزونه ولګول چې امریکا په یو شمېر لوړ پوړیو چینایي چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت هغه مصوبه لاسلیک کړه چې د اویغور مسلمانانو سره د بد چلند له کبله په چینایي چارواکو باندې بندیز لګولو ته اجازه ورکوي.

امریکا د چین حکومت تورنوي چې په شین جیانګ کې له اویغور مسلمانانو سره ښه چلند نکوي. ویل کیږي چې د چین حکومت څه باندې یو میلیون اویغور مسلمانان د اجباري کار په کمپونو کې ساتلي دي.

په دې وروستیو کې په هانګ کانګ، تایوان او شین جیانګ کې د بشري حقونو او یو لړ تجارتي مسایلو په اړه د بیجینګ-واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شوي.