شاته

د کروناوایرس واقعاتو د زیاتېدو باوجود، د امریکا د تعلیم وزیره د سکولونو بیا پرانیسته غواړي

د امریکا د تعلیمي چارو وزیرې بېټسي ډېواس د اتوار/یکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې ځایي انتظامیو نه په کلکه وغوښتل چې سکولونه دې د هفتې پنځه ورځې بېرته پرانیزي او زیاته یې کړه چې که څه هم په امریکا کې د کروناوایرس د پېښو په شمار کې نوې اضافې لیدل کیږي، خو د سکولونو بیا پرانیستل کېدل به بیخي محفوظه کار وي.

مېرمن بیټسي ډېواس په فاکس نیوز او سي اېن اېن ټي وي شوز کې په راڅرګندېدو سره، د صحي چارواکو او د ایالتي او ځایي حکومتونو د چارواکو هغه مشورې چلېنج کړې چې په سکولونو کې د شاګردانو د حاضرېدو خلاف یې ورکړې دي. په امریکا کې د مارچ میاشتې راهیسي، د کروناوایرس وبا د خپرېدو له وجهې، سکولونه اکثره تړل شوي او د کالجونو او یونیورسټیانو ځیني کلاسونه په انلاین بڼه بدل شوي دي.

په امریکا کې اوس مهال د ورځې شاوخوا شپېته زره د کروناوایرس نوې واقعات مخې ته راځي چې په تېره هفته کې یې څو ځله د ورځې په واقعاتو کې ریکارډونه ټینګ کړي دي.

د امریکا د تعلیمي چارو وزیرې بېټسي ډېواس د فاکس نیوز ټي وي سره په خبرو کې د اتوار په ورځ وویل: "تعلیم ته بېرته مخه کول، ډېره ضروري ده. هېڅ داسې کوم معلومات نشته چې ووایي د سکولونو بیا پرانېسته دې خطرناکه وي." هغې دا هم وویل چې د صحي ماهرینو په حواله، ماشومان د غټانو په شان کروناوایرس نورو کسانو ته نشي انتقالولی او نه د غټانو په شان، ماشومانو ته دا وایرس ورپورې کیږي.

په امریکا له مارچ میاشتې راهیسي، ماشومان له سکول تللو نه بند شوي دي
په امریکا له مارچ میاشتې راهیسي، ماشومان له سکول تللو نه بند شوي دي

هغې له سي اېن اېن سره هم مرکه وکړه او پکې یې وویل چې ماشومان باید بېرته سکولونو ته ولاړ شي. مګر دا یې هم وویل، په هغو سیمو کې چېرته چې د کروناوایرس بیماري بیخي زیاتې دي، کیدای شي د یو څو ورځو دپاره آنلاین سبقونه ورکړل شي.

با وجود ددې، د کایزر فامېلي فاونډېشن په نوم د صحي چارو د تحقیقاتو یوه ډله خبرداری ورکوي چې د سکولونو بیا پرانیسته او کلاسونو ته د شاګردانو او استاذانو بیا ورتګ، کیدی شي د استاذانو صحت ته خطره پېښه کړي. دغې څېړنېزې ډلې ویلي، یو نیم میلین استا‌ذانو ته چې د امریکا د ټولو استاذانو یو په څلورمه برخه ده، که چېرته کروناوایرس ورپورې شي نو د جګو عمرونو او د صحي حالاتو په پام سره یې، د سختې بیمارۍ له کلک خطر سره مخامخ کېدی شي.

بل طرف ته د امریکا د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکز د سکولونو د بیا پرانیستنې دپاره تګلارې پېشنهاد کړي او په کې یې ویلي چې شاګردان دې ماسکونه وتړي او له یو بل نه دې کم از کم دوه متره لېرې پاته شي، مګر په زیاتره امریکایي کلاسونو کې د شاګردانو د تعداد له مخې، داسې فاصلې ساتل ممکن نه معلومیږي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم غواړي چې سکولونه ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي، او د امراضو د کنټرول او مخنیوي له مرکز نه یې غوښتنه کړې چې په خپلو پېشنهادي تګلارو کې، نرمي راولي. هغه مرکز وعده کړې چې دا هفته به د سکولونو د بیا پرانیستې په برخه کې نوې تګلارې خپرې کړي.

یاده دې وي چې په امریکا کې د زیاترو سکولونو په اړه د فېصلې اختیارات، د وفاقي حکومت سره نه بلکې له ځایي چارواکو سره دي.