شاته

جنرال سټیورېډېس: امریکا باید له افغانستان څخه نور سرتیري و نه باسي

واشنګټن – د امریکا د سمندري ځواکونو یو متقاعد جنرال جېم سټېورېډېس له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي، امریکا باید په افغانستان کې د سرتېرو اوسنۍ شمېره وساتي تر څو په دغه هېواد کې د شویو پرمختګونو ساتنه وکړي.‌

سټیورېډېس وویل، "زمونږ امریکايي سرتیري او ایتلافي سرتیري باید د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وکارول شي او راځئ چې مونږ د ثبات یو دوره ولرو مخکې له دې چې نور سرتیري کم کړو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي خو په دې شرط چې طالبان په تړون کې شوي شرایط پوره کړي.‌

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېره لا له مخکې څخه ۸۶۰۰ ته کمه شوې ده او واشنګټن وايي، له افغانستان څخه وتل به له مهال وېش سره سم وي.

خو سټیورېډېس چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د امریکا د اروپايي قومندانې او د اروپا لپاره د ناټو د متحدو ځواکونو د قومندان په توګه پاتې شوی وايي، چې د سرتېرو نور کمول باید په بشپړه توګه د ځمکنیو حالاتو پورې تړلي وي.‌

هغه وویل،‌ القاعده او داعش تر اوسه هم په مرکزي او جنوبي اسیا کې فعاله دي او طالبانو خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړی.‌

نوموړي خبرداری ورکړ، چې "داسې هېڅ دلیل د باور لپاره نشته چې که مونږ ووځو نو طالبان بېرته القاعده ته غاړه نه ورکوي او مونږ به بیا بېرته له هاغه ځایه پیلوو له کوم ځای چې کېسه پيل شوې ده."

د مې میاشتې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستان څخه په چټکه توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر ورکړ او وویل چې ښايي د نومبر له ټاکنو مخکې پاتې سرتېرو ته هم له افغانستان څخه د وتلو امر ورکړي.‌

ټرمپ په مې کې په یو ټویټ کې ولیکل: "زمونږ سرتیري بېرته هېواد ته راولئ خو حالات له نېږدې څآرئ او که اړتیا پېښه شي نو له د تندر په څېر بېرته داسې برید وکړئ چې پخوا مو هېڅکه داسې نه وي کړی."

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې امریکايي ځواکونه "د پولیسو د ځواک" په توګه کار کوي نه د یو جګړیز ځواک په توګه.

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانک مکینزي د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د جون په لسمه نېټه په یو ویډیو کانفرانس کې وویل، چې طالبانو تر اوسه پورې خپل شرایط نه دي‌ پوره کړي چې له امله به یې په بشپړه توګه امریکايي ځواکونه وځي.

هغه زیاته کړه د ټولو ځواکونو پاتې کېدل به ځانګړو حالاتو پورې تړلي وي.

"هغه شرایط به دا وي، چې ایا مونږ ته ډاډ راکولی شي چې زمونږ پرضد بریدونه به هلته نه جوړېږي؟ او تر اوسه پورې چې رښتیا ووایم، که زما نظر وپوښتل شي دغه شرایط نه دي پوره شوي."

ځواکمن دریځ:

جنرال سټېورډېس امریکا غږ ته وویل، له طالبانو سره ټول مذاکرات باید له یو ځواکمن دریځ څخه وي. هغه زیاته کړه، د مذاکراتو په اړه د امریا تګلاره باید داسې وي چې په طالبانو باید پوځي فشار راوړي چې له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي او له افغان حکومت سره باید اقتصادي مرستې وشي.

هغه زیاته کړه، "په طالبانو باندې دوامداره پوځي فشار به دغه ډله مجبوره کړي چې نه یواځې تاوتریخوالی راکم کړي مذاکراتو کې هم له درنښت څخه کار واخلي."

دی وایي، کچېرې دا کارونه وشي نو دی فکر کوي چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپازه به ښه چانس وي.‌

بله پلو د طالبانو پخوانی لوی څارنوال جلال الدین شینواري امریکا غږ ته ویلي، چې طالبان د تړون د مادو عملي کېدو ته ژمن دي.

هغه زیاته کړې، "کله چې د تړون مادې عملي شي نو بیا به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهال وېش کې کومه ستونزه نه وي."