شاته

اندرابي: په افغانستان کې سلګونه مشکوک پولیس نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي د تیر یونیم کال موده کې یي د پولیسو په صفوفو کې تر ۱۶۰۰ زیات مشکوک افسران او کارکوونکي نیولي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د داخلي امنیت په نوم نوي کمیسیون ته وظیفه سپارل شوې چې مشکوک افراد وپیژني او تحقیقي او عدلي ادارو ته یي معرفي کړي.

ښاغلي اندرابي پدې مرکه کې د پولیسو د استخدام په نوې پروسې، د بندیانو په خلاصون، د هدفي وژنو، مخدره موادو سره په مبارزې او د ملي پولیسو په تجهیز، وړتیا او مسلکي توب خبرې کړي دي.

د ښاغلي اندرابي سره د امریکا غږ د خبریال سید سلیمان اشنا بشپړه مرکه پوره مرکه دلته لیدلی او اوریدلی شئ:

د امریکاغږ سره د کورنیو چارو د سرپرست وزیر مسعود اندرابي مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:19:49 0:00