شاته

روغتیا وزارت: تر اوسه د کرونا ویروس له امله ٩٢٠ افغانان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کویډ ١٩ په ناروغۍ ١٩٤ تنه اخته شوي.

د دغه وزرات په تازه راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ٢٢تنه مړه شوي هم دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې د کویډ١٩ تر ټولو کمې پېښې ثبت کړې.

د دغه وزارت په تازه راپور کې راغلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کویډ ١٩ ناروغۍ ١٩٤ مثبتې پېښې ثبت کړې او ٢٢ کسان یې له امله مړه شوي، چې له دې سره په دغه ناروغۍ د مړو شمېره ٩٢٠ تنو ته پورته شو.

دغه وزارت په راپور کې راغلي، چې په ټول افغانستان کې تراوسه په کویډ۱۹ناروغۍ ۳۳۳۸۴ تنه اخته شوي او ۲۰۱۵۱ کسان ورنه رغېدلي.

بلخوا په افغانستان کې یو شمېر هغه کسان، چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ یې تېره کړې وايي، چې دوامدار ټوخی لري.

دوی وايي، له دې سربېره تبه، سردردی، د کمزوري احساس، د پوزې بهېدل، هغه څه دي چې ورنه کړېږي.

۲۵ کلن هارون باور چې د لوګر اوسېدونکی دی وايي، یوه میاشت وړاندې په دغه ناروغۍ اخته شوی و، خو لا هم بشپړ نه دی ښه شوی.

نوموړی وايي، که څه هم اوس هم له ټېسټ وروسته ثابته شوې چې کویډ ۱۹ ناروغۍ یې منفي ده، خو بیا هم ټوخېږي.

هغه زیاتوي: "هارون باور یم، د لوګر اوسېدونکی، له کرونا ناروغۍ ښه شوی یم، خو ځینې اعلایم مې په وجود کې شته او ما ځوروي، د خولې، خوند او د بوی حس مې له لاسه ورکړی، اوس هم زوکام، تبه او سخت ټوخی لرم."

د کابل ولایت اوسېدونکی ۵۰ کلن عتیق الله وايي، ډاکترانو ورته ویلي، چې له کویډ ۱۹ ناروغۍ ښه شوی، خو اوس هم دوامدار ټوخېږم.

هغه وویل: "عتیق الله یم د کابل اوسېدونکی، عمر مې د څلویښتو په شاه خوا کې ده، کرونا ناروغۍ مې تېره کړه ټېسټ مې وکړ منفي و اوس هم لکه تبه، ځان دردي، سستوالی او ټوخی لرم، ورنه کړېږم."

افغان روغتیا پالان وايي، د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو څېړنو له مخې کله چې کویډ ۱۹ باندې انسان مبتلا شي، نو په ۷ ورځو کې د ناروغ په بدن کې انټي باډي جوړېږي او بیا ۱۴ ورځې وروسته ناروغۍ له دې ناروغۍ ښه کېږي.

د څېړنو له مخې په کویډ ۱۹ اخته ناروغان چې شکر، د زړه ناروغۍ، سرطان او نورې مرګوني ناروغۍ ولري، د هغوی په وجود کې تر ډېره انټي باډي په سختي جوړېږي.

د کابل په الحیات روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محبوب الله شفق ازادي راډيو ته وویل کویډ۱۹ ناروغۍ په انسانانو کې په بېلا بېل ډول را څرګندېږې او بیا ختمېږي.

هغه زیاتوي: "د ډبلیو اچ او په تازه څېړنه کې راغلي، د کویډ ۱۹ ناروغۍ بېرته راګرځي، هغه څوک چې له رغېدو وروسته هم د کویډ ۱۹ اعلایم لري، دهغه په وجود کې یا انټي باډي نه وي جوړه شوې، یا یې هم وجود کمزوری وي او یا دا چې نورې ناوړې ناروغۍ( شکر، سرطان، د زړه ناروغۍ) یا نور وژونکي ناروغۍ لري."

ښاغلی شفق زیاتوي، د څېړنو له مخې ممکن د دې ناروغانو ټوخی ان دوه میاشتې دوام وکړي، خو تر عمره نه پاتې کېږي.