شاته

بایډن د روس انعامي پروګرام د تورونو پرسر په ټرمپ ټکونه کړي

په امریکا کې د ډیموکریټک ګوند لخوا د راتلونکي صدارتي ټاکنو کاندید او پخواني نائب صدر جو باېډن روانه اونۍ په صدر ډانلډ ټرمپ د هغه تورونو پرسرسخت ټکونه کړي چې وایي د روس لخوا طالبانو ته به افغانستان کې د امریکایانو د وژنې په سر د پېسو ورکولو استخباراتي رپورټونو ته یې سم ځواب نه دی ویلی.

صدر ډانلډ ټرمپ دعوه کوي چې هغه ته په دغې اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي او دا چې دغه رپوټونه هم باوري نه دي.‌

جو بایډن وایي : " دا خبره که هغه د دې نه وي خبر یا ورته چارواکو څه ویلي نه وي نو دا خپل کار په سمه توګه نه کول دی. ‌او که چېرې صدر خبر کړی شوی وي او هغه څه نه وي کړي نو دا هم په سمه توګه خپله دنده سر ته نه رسول دي".

جو باېډن چې د صدر بارک اوباما په وخت کې د امریکا ناېب صدر وو د صدر ډانلډ ټرمپ د بهرني تګلارو سخت انتقاد کوونکی دی او دهغه بهرني تګلارې ”ناڅاپي“ او ”خطرناکې“ګرځوي.‌

د جنورۍ په میاشت کې جوباېډن ویلي وو چې صدر ډانلډ ټرمپ د ایراني جنرل د وژلو د امر په ورکولو امریکا د ایران سره جګړې ته نږدې کړې وه.‌ ایران د امریکايي برید په ځواب کې په عراق کې په امریکايي پوځي مرکز برید ترسره کړی وو.

هغه وخت باېډن ویلي وو: "زموږ د ایتلافي هېوادونو یا کانګرس سره د مشورې بغیر او د دغه برید د نتیجو ته د کتنې پرته، زما په فکر دا په خطرناکه توګه نااهله ګام وو.‌“

خو بیا د ایران لخوا په عراق کې د امریکایي پوځي اډی باندې د میزایلي ‌برید وروسته چې کوم ځاني تاوان پکې نه وو شوې د امریکا او ایران تر منځه تاوتریخوالی کم شو.

د امریکا د امنیت ګواښونو ته د صدر ټرمپ د یو اړخیزه اقدام برخلاف بایډن ژمنه کړی چې د امریکا ایتلافیانو سره به په ګډه کار کوي او د ټکر په ځای به خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي.

خو جو باېډن نظر بیا په افغانستان او شام کې د جګړو ختمولو، ‌د شمالي کوریا سره د دغه هېواد د ایټمي پروګرام د تړلو لپاره خبرې اترې جاری ساتلو، او په هانګ کانګ کې د چین د بشري حقونو سرغړونو پرضد د صدر ټرمپ د فکر سره نږدې ښکاري.

خو یو شمېر انتقاد کونکي بیا پوښتنه کوي چې باېډن به نړیوال ځواب ویلو کې څومره موثره وي پداسې مهال چې د ډیموکرېټک ګوند کيڼ اړځ د پوځي مداخلو مخالفت کوي. او بیا په امریکا کې دننه ستونزې چې باېډن به ورسره مخ کېږي لکه د کرونا وبا، په لویه کچه بې روزګاري او په امریکا کې د تور پوستو د احتجاج وروسته د رنګ په اساس تفریق.

د امریکن انټرپراېز انسټيټیوټ څیړانکار جیزیل ډونلی وايي: ”هغه ته یوه لویه او ګرانه اېجنډا پرته ده. “

امکان دی جو باېډن به بیرته د ایران سره ایټمي لوظنامه کې شامل شي کومه چې د صدر بارک اوباما په وخت کې شوې وه او صدر ټرمپ ترې بیا وتلی وو. صدر ټرمپ تور لګولی وو چې دغه لوظنامه کې د بیلسټک میزایلو ودرولو او د ایران پلوه ملیشه د ملاتړ مخه نه وه نیول شوې.‌

دا امکان هم شته چې باېډن به د 200 هېوادونو لخوا لاس لیک شوې د ماحولیاتي ‌بدلون لوظنامه (پیرس کلاېمیټ اکارډ) کې بیا شامل شي.

جو باېډن ویلي چې هغه به د اوباما په وخت کې شوې ټرانسپیسیفک پارټنرشپ لوظنامه کې بیرته نه شاملیږي کومه چې صدر ډانلډ ټرمپ ختمه کړه تر څو چې پکې د خواري کښو او د امریکايي روزګارونو لپاره کلک محافظت نه وي ‌شامل کړی شوي.