شاته

د امریکا مرستیال ولسمشر د څو لویو هوايي شرکتونو له مشرانو سره ګوري

د سپینې ماڼۍ سرچینې وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د څو لویو هوایي شرکتونو مشران به د جمهور رئيس له مرستیال، مایک پنس سره وګوري او د کرونا ویروس له کبله پر پېښو شویو ستونزو او د پروازونو د پیل پر څرنګوالي به خبرې ورسره ورکړي.

د امریکا ستر هوایي شرکتونه له څو میاشتو راهیسې په نړۍ کې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو له کبله تړلي وو.

هغوي به نن د جون په ۲۶مه، د دې ستر اقتصادي او کاري مارکېټ د بیا پرانیستل کېدو پر لارو له پنس سره وغږېږي.

په امریکا کې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو له کبله میلیونونه وګړي بې‌کاره شوي چې د هوايي ډګرونو او یو شمېر هوايي شرکتونو کارکوونکي هم په‌کې شامل دي.

سپینې ماڼۍ له مایک پنس سره د نننۍ کتنې خبر تأیيد کړی، خو نه‌یې دي ویلي چې د کومو شرکتونو مشران به خبرې کوي.

خو روېټرز خبري اژانس ویلي چې پنس او د حکومت یو شمېر نور لوړ رتبه چارواکي به د دلتا ایرلاینز، امېریکن ایرلاینز، یونایټد او یو شمېر نورو سترو شرکتونو له مشرانو سره ګوري.

د امریکا یو لوی هوايي شرکت امېریکن ایرلاینز
د امریکا یو لوی هوايي شرکت امېریکن ایرلاینز

روېټرز د درې پټو سرچینو په حواله ویلي چې هغوی به پر دې چې څرنګه فدرالي حکومت ته قناعت ورکولائ شي چې تر پرواز مخکې د مسافرو د تبې د درجې کتل لازمي اعلان کړي، خبرې وکړي.

د راپورونو په حواله، د امریکا د یو شمېر هوايي شرکتونو مالکان د دې لپاره چې خلک په الوتکو کې د پرواز په اړه ډاډ ترلاسه کړي، د جمهور رئيس ټرمپ له ادارې غواړي چې د پرواز لپاره د تبې د درجې معاینه ضروري وګڼي.

امریکايي چارواکي وايي چې د تبې د درجې معلومول د کرونا ویروس خطر نه‌شي کمولائ، خو هغه کسان چې ښايي په دې ویروس اخته یا ناروغ دي له پروازه منع کولائ شي او په دې ډول د کرونا ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته کېدلائ شي او نورو خلکو ته هم یو ډول ډاډ ورکولائ شي.

خو په دې اړه چې که د یوه مسافر د تبې یا د بدن د حرارت درجه له معملولي حده لوړه وي باید څه ورسره وشي، واحد نظر نه‌شته.

د یونایټد اېرلاینز اجرائيوي رئیس اسکار مونوز ویلي: "هغه مسافر ته به چې پیسې یې ورکړې دي او غواړي چې سفر وکړي حوک دا ویل غواړي چې د تبې درجه‌یې لوړه ده او پرواز نه‌شي کولائ؟"

د یونایټډ ایرلاینز یوه الوتکه
د یونایټډ ایرلاینز یوه الوتکه

سپینې ماڼۍ یوه کاري ډله جوړه کړې او د جون تر ۳۰مې یې وخت ورکړی چې یو منځ‌ومیانه حل پيدا کړي.

په سپینه ماڼۍ کې به نن همداراز پر دې امکان چې اروپايي اتحادیه ښايي له امریکا پر ورتلونکو مسافرو د سفر محدودیت تمدید کړي خبرې وکړي. په الوتکو کې د سفر لپاره پر شرایطو د کرونا ویروس د اغېز په اړه به هم بحث وشي.

د سږ کال د اپرېل په میاشت کې د کرونا ویروس له کبله د نړۍ زیاتو هېوادونو خپلې پولې بندې کړې او که د تېر کال د همدې وخت سره پرتله شي، نړیوال پروازونه ۹۸ فیصده کم شوو.

د نړیوال هوايي ټرانسپورت د اتحاديې مشر اقتصادپوه، براین پیرس پرون د امریکا له (سي اېن بي سي) ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې داسې اټکل کېږي چې هوایي شرکتونه به سږ کال ۸۴ میلیارد امریکايي ډالر وبایلي.