شاته

ایا انسان په کرونا ویروس دوهم ځل هم اخته کېږي؟

په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې ساینس‌پوهانو تر اوسه نه‌ده موندلې چې ایا انسان په دې ویروس دوهم ځل هم اخته کېږي؟

خو نوې څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مقاومت په خاطر انتي باډي په بدن کې تر ډېره وخته نه‌پاتې کېږي.

تر اوسه په نړۍ کې نهه میلیونه او ۳۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې نیمی یې بېرته روغ شوي، خو ویل کېږي هېڅ تضمین نه‌شته چې روغ شوي کسان به بېرته په دې ویروس نه‌اخته کېږي.

په نړۍ کې تر اوسه همدا فکر کېده چې له کرونا ویروسه روغ شوي کسان د دې ویروس پر وړاندې معافیت مومي، خو هغوی باید ډېر احتیاط وکړي ځکه ښايي دا خبره ريښتیا نه‌وي.

تر اوسه داسې ضمانت نه‌شته چې د 'کووېډ-۱۹' پر ضد جوړه شوې انتي باډي د تل لپاره د انسان په بدن کې پاتې کېږي.

په امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
په امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

په چین کې د وروستیو څېړنو پر اساس د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو په بدن کې انتي باډي وې چې تر اخته کېدو دوه درې میاشتې وروسته په بدن کې ډېرې کمېږي.

انتي باډي یو ډول پروټین دی چې د انسان په بدن کې جوړېږي او د بهرنیو مکروبونو د له‌منځه وړلو کار کوي. په دغو مکروبونو کې ویروسونه هم شامل دي.

څېړونکي همداراز په دې اړه څېړنې کوي چې انټي باډي د روغ شوي کس په بدن کې څومره موده پاتې کېږي.

په امریکا کې د څېړنو نتیجه ښيي چې په هغو کسانو کې کرونا ویروس ژر پرمختګ کوي چې علایم لري، خو دا کار د هغو کسانو په نسبت ډېر وخت نیسي چې علایم لري.

دا معلومات ځکه مهم دي چې هغه کسان چې علایم نه‌لري نورو ته د ویروس د انتقال په برخه کې نور هم خطرناک ثابتېږي.

ارشیف
ارشیف

د کرونا ویروس له کبله شااوخوا نیم میلیون انسانان مړه شوي، نهه میلیونه ورباندې اخته شوي او ټوله نړۍ سترګې په لاره ده چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره یو درمل یا واکسین جوړ شي.

د کرونا ویروس له کبله اوښتی زیان په اقتصادي برخه کې هم ورته نتایج لرلي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا ادارې خبرداری ورکړی چې وړاندوینه‌یې ښيي د نړۍ اقتصاد به سږ کال شپږ یا ۷،۶ فیصده رکود وکړي.

په دې راپور کې د بې‌کارۍ د کچې وړاندوینه هم شوې چې له ۳،۶ میلیارده کسانو څخه به له نهه څخه تر ۱۰ فیصده بې‌کاره شي.

د اقتصاد پوهانو په وینا د سږ کال تر پایه به مالي لاسته راوړنې دومره کمې شي چې له جګړې پرته به په یوه پېړۍ کې نه‌وي کمې شوي.

تېره میاشت د نړۍ ۹۴٪ کارګر په داسې هېوادونو کې وو چې کارونه‌یې په ټپه درېدلي او په نړۍ کې په هرو شپږ ځوانانو کې یوه‌یې د 'کووېډ-۱۹' ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې کار پرېښی دی.