شاته

امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه

د امریکا متحده ایالاتو د تېرې یوې ورځې په اوږدو کې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړه.

په امریکا کې له اپرېل میاشتې راهیسې دا تر تر ټولو لوړه شمېره ده چې ثبت شوې او چارواکو اندېښنه ورباندې ښودلې ده.

امریکایي چارواکو تېره ورځ یعنې د جون میاشتې په ۲۴مه نېټه په دې هېواد کې ۳۴ زره او ۷۰۰ د کرونا نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

دا شمېرې وروسته له هغه ثبت شوي چې په دې هېواد کې د یاد ویروس د ازموینو شمېر ډیر شوی دی، خو چارواکي په دې خاطر اندېښمن دي چې د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ګراف په ټیټېدو وو.

دغه‌راز په ځینو هغو ایالتونو او سیمو کې چې په ورځني ډول د ویروس د خورېدو ګراف راټیټ شوی وو، د دې ناروغۍ د بیا راپورته کېدو ښکاره نښې لیدل شوې دي.

د تګزاس ایالت والي پر خلکو ټينګار کړی چې د دې ویروس د خپرېدو له کبله پر کور پاته شي او دغه‌راز د ارېزونا والي بیا د ماسک پر اغوستلو ټینګار کړی دی.

تګزاس د مې پر لومړۍ نېټه د محدودیتونو لیرې کېدل پیل کړل، خو اوس په تېرو دوو اوونیو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر دوه برابره او د کرونا ویروس د نويو ثبت شویو کسانو شمېر یې درې برابره لوړ شوی دی.

ارشیف
ارشیف

د تګزاس والي ګریګ ابوټ «Greg Abbott» وایي ښایې نویو سیمه‌ییزو محدودیتونو ته اړتیا وي څو په روغتونونو کې کافي ځای خوندي شي.

په کالیفورنیا ایالت کې د جون پر ۲۴مه نېټه د کرونا ویروس څه باندې ۷،۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوې. دا شمېرې د یادې نېټې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

په فلوریدا کې بیا په تېره یوه ورځ کې ۵،۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شول چې دا د تېرې اوونۍ پرتله په دې ایالت کې ۲۵ فیصده لوړوالی ښیي.

تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو په جنوبي او لوېدیځو برخو کې د کرونا ویروس نوې شمېرې ثبت شوې دي، خو په نیویارک او نیوجرسي کې چې په لومړي سر کې تر ټولو ډېر کرونا وځپل، اوس د نویو پېښو کمی په‌کې لیدل کېږي.

د نیویارک، نیوجرسي او کونیکتې کټ والیانو د امریکا په جنوبي او لوېدیځو برخو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خورېدو وروسته د اندېښنې په ترڅ کې د همدې سیمو په شمول د نهو ایالتونو مسافرو ته سپارښتنه وکړه چې د دوی ایالتونو ته په رسېدو سره باید ۱۴ ورځنی قرنطین تېر کړي.

روغتیایي چارواکو دغه‌راز ویلي چې د دوی اسناد ښیي په هغو ایالتونو کې چې بارونه، مغازې او رستورانتونه بېرته پرانیستل شول، تر ډېره په دې ویروس د ځوانانو د اخته کېدو شمېر لوړ دی.

د امریکا په تګزاس ایالت کې دغه وضعیت د دې سبب شو چې اپل کمپنۍ په هاسټن کې خپل اووه پلورنځي وتړي.

تر دې وړاندې دې کمپنۍ په ارېزونا او درې نورو ایالتونو کې ۱۱ پلورنځي د همدې ویروس له کبله تړلي وو.

تر دې وړاندې همدې اپل کمپنۍ په مارچ کې په امریکا کې خپل ټول پلورنځي بند کړي وو، خو له تېرې میاشتې راهیسې یې په تدریج بېرته پرانیستي وو.

په کرونا اخته شوی کس
په کرونا اخته شوی کس

دغه‌راز د جون پر ۲۴مه پرون په نیویارک کې ماراتون یا د اوږدې ځغاستې لوبه لغو شوه ځکه د لوبې تنظیموونکي او چارواکي وایي دا کار به ښایي ډېر خطرناک وي.

دغه لوبه د نومبر لومړۍ نېټې ته په پام کې نیول شوې وه.

'کووېډ-۱۹' ناروغۍ چې له کرونا ویروس څخه پیدا کېږي، تر اوسه په امریکا متحده ایالاتو کې ۱۲۰ زره کسان وژلي دي.

او دا په ټوله نړۍ کې د همدې ناروغۍ له کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په همدې هېواد کې تر دوه میلیونه او درې لکه ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

دغه ویروس په ټوله نړۍ کې څه باندې ۴۸۰ زره کسان مړه کړي او ۹ میلیونه او درې لکه پر اخته شوي دي.

دا شمېرې جانز هاپکنز پوهنتون وړاندې کړې دي.