شاته

عامې روغتیا وزارت د سپیناوي په لټه کې؛ د مصنوعي تنفس دستګاوو نوی نوملړ خپور شو

د افغانستان عامې روغتیا وزارت تازه د مصنوعي تنفس د دستګاوو یو فهرست خپور کړی.

دغه وزارت د هغه تور د سپیناوي په لټه کې دی چې د پژواک خبري اژانس له لوري ورباندې پورې شوی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت تازه د هغو ۵۴ د تنفس د مصنوعي دستګاوو نوملړ خپور کړی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره د ځینو هېوادونو له لوري افغانستان ته ورکړل شوي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، دا چې یو شمېر هېوادونو په مستقیم ډول له روغتونونو سره د تنفس د مصنوعي دستګاوو مرسته کړې، نو له همدې امله یو شمېر دستګاوې له دغه وزارت سره ثبت نه‌وې.

دغه وزارت ډاډ ورکوي چې د ځینو هېوادونو له لوري له روغتونونو سره ټولې مرسته شوې د تنفس دستګاوې په مرکز او ولایتونو کې موجودې دي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسؤل سعید جامع د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۵» د دغه فهرست د خپراوي هدف داسې بیان کړ: "دا نوملړ د دې لپاره خپرېږي، چې پژواک اژانس مخکې ویلي و، دغه دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي، خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست له لارښوونې سره سم، روغتیايي مسؤلینو دستګاوې د مسلسل شمېرې له مخې مشخصې کړې او لېست‌یې ولېږه چې دستګاوې موجودې دي."

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت یو لېست خپور کړی و چې مرسته شوې د مصنوعي تنفس ۳۷ دستګاوې ورکې ذکر شوې وې، خو په اوسني لېست کې ۱۷ نورې وراضافه شوې.

ښاغلی جامع وايي چې د قطري‌الغرافه مرستندویه بنسټ په ګډون یو شمېر هېوادونو په مستقیم ډول د ولایتونو له روغتونونو سره د دغو دستګاوو مرسته کړې چې له وزارت سره ثبت نه‌وې.

له دې وړاندې د پژواک خبري اژانس په یو راپور کې ادعا کړې وه چې د تنفس ۳۲ مصنوعي دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي.

که څه هم اوس د دغه اژانس مسؤل دانش کړوخېل د دغه لېست له خپراوي هرکلی کوي، خو ټینګار یې دا دی چې دغه لېست بشپړ نه‌دی.

د مصنوعي دستګاوو نوملړ
د مصنوعي دستګاوو نوملړ

دی وویل: "هغه لېست چې تازه د عامې روغتیا وزارت نشر کړی، خپلې کمي او کاستي لري چې کولای شو ووایو د وینتیلاتورونو په برخه کې د افغان سوداګرو او ځینو مؤسساتو له لوري ترلاسه شوې مرستې په لېست کې نه‌دي شاملې شوې او یو شمېر هغه چې په ولایتونو کې ورنه یادونه کېږي، موجودې نه‌دي."

ښاغلی کړوخېل زیاتوي په دې برخه کې د دوی څېړنې روانې دي او د تنفس د مصنوعي دستګاوو په برخه کې به له خلکو سره کره معلومات شریک کړو.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته د تنفسې دستګاوو د قاچاق په اړه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د هر اړخیزې څېړنې امر کړی دی.

د ولسمشر له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې په دغه کمېټه کې د څېړنو لپاره د چارو ادارې، د بازرس ادارې، د څېړنو عالي ادارې او لویې څارنوالۍ غړي توظیف کړي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

افغانستان ورځ تر بلې د کرونا ویروس خپرېدو له ګواښ سره مخ دی او هره ورځ په‌کې د ناروغانو کچه لوړېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۰،۱۷۵ تنو ته ورسېد.

دغه وزارت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱،۱۷۵ مشکوک سپملونه ټست شوي چې له جملې یې ۴۶۰ مثبت وو.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې په همدې موده کې ۳۶ تنه د کرونا له امله مړه شوي او ۳۰۵ تنه ترې رغېدلي.