شاته

ایا د کورونا ناروغانو ته د آیبروفین ورکول ګټه لري؟

واشنګټن: په برتانیه کې د آیبروفین په یو ډول چې فلېرین (Flarin)نومېږي څېړنه کېږي تر څو دا ومومندل شي چې د کورونا په هغو ناروغانو باندې څه اغیزه لري کوم چې تنفسي ستونزې لري.

په دغې څېړنه کې د کورونا ۲۳۰ ناروغانو ته چې په روغتون کې بستر او د حادې تنفسي ناکامۍ (acute respiratory failure) سره مخ وي فلېرین ورکول کېږي.

یواځې هغو ناروغانو ته آیبروفین (فلېرین) ورکول کېږي چې عمرونه یې ۱۸ کاله او یا له اتلس کلنۍ څخه لوړ وي.

د کوېډ ۱۹ په هغو ناروغانو چې د پړسوب او درد ضد نورو درملو (NSAIDS) سره حساس وي دا څېړنه نه کېږي.

آیبروفین ته په مارچ کې وروسته له هاغې د روغتیاپالانو پام واوخت کله چې د فرانسې د روغتیا وزیر الیویر ویران په یو ټویټ کې وویل، چې د نیازید کورنۍ درمل چې آیبروفین هم پکې دي د کوېډ ۱۹ اعراض او علایم زیاتولای شي.

خو له هغې راوروسته د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ، د اروپا طبي ادارې او نورو داسې ادارو وویل، چې داسې کوم شواهد نشته چې ګواکې آیبروفین دې د کوېډ ۱۹ ستونزه زیاته کړي.

اټکل کېږي چې ددغې څېړنې لومړنۍ پایلې به د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۵ نېټه او د څېړنې وروستۍ پایلې به د ۲۰۲۱ کال د مې په ۲۵ نېټه څرګندې شي.