شاته

د تور پوستي د وژنې پرضد په کيلیفورنيا کې احتجاجي مظاهرې، د يوې اوونۍ دپاره ګرځبنديز لګول شوی

د امريکا د کيليفورنيا رياست په بيلا بيلو ښارونو کي تور او سپين پوستکي ګډ مظاهرچيان د څو ورځو راهسي احتجاجي مظاهري کوي، دا مظاهرې د مينيسوټا رياست په ميناپوليس ښار کي تيره اوني د پوليس لخوا د يو تن جارج فلوئيډ د وژنې پرضد روانې دي.

مظاهره چيان غوښتنه کوي چي د پوليسو له خوا د تور پوستو خلکو سره ناروا سلوک دي بند کړي شي او د نسلي تعصب په تورونو کې ککړو پولیسو ته دي سزاګاني ورکړي شي.

يو احتجاج کوونکی آنډرے وايي چي په نزدي څو ورځو کې د تور پوستو امريکايانو سره پرله پسي څو پېښو دوي په دي سوچ مجبوره کړه چي د ځان لپاره اواز پورته کړي.

"مونږ د تشدد پر ضد يو خو د جبر لاندي ژوند ګران دي دا نظام بدلون غواړي زمونږ سره ناروا سلوک د روزانه په بنياد ډېر د پخوا راهسي کيږې، خو د جارج فلوئيډ د دومره خلکو په وړاندي په رڼا ورځ مړه کول د ظلم انتها ده او مونږ د دغي خلاف راوتي يو".

دا مهال د کيليفورنيا په ګڼ شمېر ښارونو کې د يوې اوونۍ لپاره کرفيو يا ګرځبنديز لګول شوی دی ويل شوي ګرځبنديز به د ماښام اته بجو نه تر سحر پينځه بجو پورې وي.

ويل شوي د ګرځبنديز سرغړونه کوونکي په سوؤنو کسانو پوليسو نيولي دي.

د جارج فلوئيډ د مرګ وروسته د امريکي اولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې پيښه خفګان څرګند کړي خو د قهرجنو مظاهرو په مهال چې لوټ مار شوی دولتي او شخصي تاسيساتو ته زيان اوختی، ټرمپ د مظاهره چيانو قابو کولو دپاره د پوځ په ځای کولو خبرداری هم ورکړی دی.

د آنډرے ملګري ملاکه ايليس د احتجاج په شا د خلکو سرکاري املاکو او دوکانونو ته د تاوان اړولو غندنه کوي.

"دوکانونو ته نقصان رسول، په ديوالونو بي ځايه ليکل کول هيس معني نه لري او نه زمونږ په ګټه دي زمونږ د هر هغه تور پوستي امريکايي او د هغه د کورني د پاره انصاف پکار دی څوک چي د پوليسو لخوا په ناروا توګه وژل شوی دی مونږ په دي اړه د خلکو مرسته غواړو".

د کيليفورنيا ګورنر ګيون نيوسم په سر ښار سکرامنټو کې د نورو رضاکارو تر څنګه د مظاهرچيانو له خوا په ديوالونو د ليکلو پاکولو کمپائن پيل کړی دی.

ګيون نيوسم په هغو خلکو غږ کړی چې په احتجاجونو کې ګډون کوي ورته یې ويلي د احتجاجونو په مهال ورانی جوړول به د جايز احتجاج اصل هدف د لاسه ورکړي.

د اوکلينډ تر څنګ د رياست تر ټولو غټې احتجاجي غونډي او لاريونونه په سان فرانسسکو، لاس اينجلس او سکرامنټو کي شوي دي.

د قهرجنو احتجاجي مظاهرو په مهال د لوټ مار سره دري ورځي وړاندي يو فيدرالي افسر پيټرک انډرووډ هم په اوکلينډ کې د قهرجنو مظاهرچيانو له لاسه وژل شوی دی خو د هغه په وژنه کې ککړ کسان تراوسه نه دي نيول شوي.