شاته

کروناویروس؛ د افغانستان هوايي چلند ادارې۴۰ میلیون ډالر زیان کړی

د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د وړایندوینو پر بنسټ د کروناویروس د رامنځ ته شویو ګرځبندیزونو له امله د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې لږ تر لږه څلوېښت میلیونه ډالر زیان کړی دی.

د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده د سه شنبې په ورځ جون ۳ (غبرګولی ۱۴) په کابل کې وویل که څه هم سږ کال د افغانستان له فضا نه د پروازونو د ډېرېدو له امله ۲۵ سلنه عواید ډېر شوي وو، خو د کروناویروس خورېدو ملکي هوايي څانګه زیانمنه کړې ده.

ښاغلي وفایي وویل: "وړایندوینې ښيي چې د کروناویروس خورېدو او رامنځ ته شوي ګرځبندیزونه یوازې په افغانستان کې هوايي چلند څانګې ته تر دې دمه ۴۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی."

هغه زیاته کړه چې دغه زیان به د دولت د بودیجې د کموالي لامل شي.

وفايي زاده وویل اټکل شوی چې په ټولې نړۍ کې هوايي چلند د کرونا وبا له امله له ۲۰۰ میلیارډو ډالرو نه ډېر زیان وکړي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله افغانستان کې هم بهرنۍ الوتنې وځنډېدې او کورني پروازونه محدود شول.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې یو شمېر الوتکې پارک دي او د شرکتونو چارواکو په وینا میلیونونه ډالر زیان ورته اوښتی.

  • پروازونه څه وخت پیلیږي؟

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وايي نړیوالو سره یې خبرې روانې دي تر څو ژر تر ژره پروازونه بیا ځلي پیل کړي.

وفايي زاده د کورنیو پروازونو د پیل په اړه هم وویل چې د عامې روغتیا وزارت سره د الوتنو په اړه خبرې کړي.

هغه زیاته کړه: "غواړو پروازونه په دې ډول پیل شي چې تګ راتګ د د ویروس د خورېدو عامل نه شي."

د پروازونو د بیا پیلېدو په اړه کومه کره نېټه لا هم معلومه نه ده.