شاته

نیوزېلېنډ ښايي د ګل په ورځ د کورونا ډېر محدودیتونه لېرې کړي

واشنګټن: د نیوزېلېنډ مشران ښايي د راتلونکې اونۍ په سر کې پرېکړه وکړي چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې له بریا وروسته به د ټولنیز واټن پر ساتلو او د خلکو پر راټولېدو لګېدلي محدودیتونه لېرې کړي.‌

د نیوزېلېنډ لومړۍ وزېرې جسیندا اردرن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "زمونږ تګارې چې سختي مو کوله او پر وخت مو کوله نتیجه ورکړي."

په دغه هېواد کې تر شپږو اونیو زیات سخت لاک ډاون لګېدلی وو او اوس دا دی یولسمه پرلپسې ورځ ده چې د کورونا یوه نوې پېښه هم پکې نه ده لیدل شوې.

د کابینې غړي به د ګل یا دوشنبې په ورځ پرېکړه کوي چې د محدودیتونو د لېرې کولو دوهم پړاو پیل کړي خو د هېواد پولې به بیا هم تړلې وساتل شي.‌

اردرن وویل، "مونږ به په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه یو چې دومره ژر بېرته نومال کېدو خواته روان یو."

په فرانسه کې د نهې یا سې شنبې په ورځ د حالاتو د نورمال کېدو په بهیر کې رسټورانټونو، بارونو او چای خانو ته د پرانېستل کېدو اجازه ورکړل شوې وه په دې توګه چې خلکو ته به د باندې څوکۍ اچوي.

په داسې حال کې چې زیات هېوادونه نړیوالو سیالانیانو ته د اجازې ورکولو پر پلان غور کوي، د ملګروملتونو د هوايي چلند اداره د هوايي سفرونو لپاره د یو شمېر احتیاطونو سپارښتنه کوي.

دوی وايي، هوايي ډګر ته په رسېدو باید د مسافرو د تودوخې درجه وکتل شي، لږ بار باید له ځان سره واخلي او په الوتکه او ټرمېنلونو کې چې د ټولنیز واټن ساتل پکې امکان نه لري باید ماسکونه وتړي.

په دغو سپارښتنو کې دا هم دي، چې د الوتکې کارکونکي به هم طبي دستکشې، ماسکونه او مخ پټونکي وسایل کاروي.

په نېکاراګوا کې چې تر اوسه پورې حکومت د لاک ډاون امر نه دی کړی، د روغتیا پالانو یوې ۳۰ کسیزې ډلې په یو لیک کې له چارواکو غوښتی چې د څلورو اونیو قرنطین دې اعلان کړي تر څو د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.

دوی ویلي، په نېکاراګوا کې کورونا وایرس په چټکۍ سره خپرېږي او چارواکي پرې غوږ نه ګروي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې مرکزي او جنوبي امریکا اوس د کورونا مرکز ګڼل کېږي چېرې چې د کورونا وایرس خپرېدل په ډېرې تېزۍ سره روان دي.

په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو حالاتو د پروګرام مشر مایک راین وویل، " زه فکر نه کوم چې مونږ دې دلته د کورونا اوج ته رسېدلې یو او دا اټکل هم سخت دی چې کله به ورته رسېږو."

هغه وویل، په هغو هېوادونو کې چې د کورونا په پېښو کې پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی برازیل، کولمبیا، پېرو، چیلي، مکسیکو او بولیویا شامل دي.‌

د مکسیکو د روغتیا وزارت ویلي، چې له کورونا څخه د مړو شمېر پکې له لسو زرو څخه اوښتی او په دغه هېواد کې د کورونا تر ۹۳۰۰۰ زیاتې مثبتې پېښې دي.

په امریکا کې کوېډ ۱۹ په نرسنګ کورونو کې کابو ۲۶۰۰۰ کسان مړه کړي چې دا په امریکا کې د مړو نږدې څلورمه برخه جوړوي او همدارنګه ددغو نرسنګ کورونو ۴۵۰ کارکونکي‌ هم مړه شوي دي.