BBC
 شاته

کورونا وېروس: پاکستان کې ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو نوی رېکارډ؛ ۳ زره تازه پېښې ثبت شوې

کورونا د انځور حقوق Government of Punjab
Image caption تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په سېند ایالت کې ثبتې شوې دي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ-۱۹ ناروغانو تر بل هر وخت زیات شمېر، یعنی ۳ زره کسان ثبت شوي دي. له دې سره پاکستان کې د ټولو ناروغانو شمېر اویا زرو ته نږدې شوی دی.

بل پلو د دغه هیواد د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د هیواد په لر او بر کې روغتونو ته سل نور د اکسیجن ماشینونه ورکړي دي.

په سیند ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ایالتونو د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې رامخې ته شوي دي. هلته ایالتي چارواکي وايي، یوازې نن یکشبه د کورونا وېروس څه کم نهه سوه پېښې ثبت شوې دي، او شپاړس کسان له دې وېروسه مړه شوي دي.

په یاد ایالت کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۸ زرو اوښتی. ورپسې په پنجاب ایالت کې ۲۵ زره، په خیبرپښتونخوا کې نهه نیم زره او بلوچستان کې شاوخوا څلور زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د پاکستانيو چارواکو په خبره په دغه هیواد کې تراوسه پورې تر ۲۵ زره زیات کسان له یاد رنځه رغېدلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر ټولو زیاتې مړینې په خیبرپښتونخوا ایالت کې شوې دي

بلې خواته په اسلام اباد کې له بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د پاکستان په لر او بر کې روغتونو ته سل اکسیجن ماشینونه ورکړي، چې څلور واړه ایالتونو، پلازمېنې اسلام، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان ټولو ته لس لس ماشینونه ورکړل شوي دي.

وینټیلېټرز یا د اکسیجن ماشینونو د کوو-يد۱۹ ناروغۍ هغو ناروغانو لپاره اړین دي چې په ساه اخیستلو کې ستونزه لري او د همدې ماشینونو له لارې په ساه اخیستلو کې مرسته ورسره کېږي.

له هغه راهیسې چې د کورونا وېروس خپور شوی په ټوله نړۍ کې د دغو ماشینونو کمی دی، خو په پاکستان کې بیا دغه کمی لا نور زیات دی.