شاته

پاکستان کې کرونا وايرس نور ۷۸ تنه مړه کړي، دا په يوه ورځ کې تر ټولو سېوا مړينې دي

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې نور ۷۸ تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي، د تازه شمېرو سره په ملک کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۳۹۵ ته ورسېده.

ويل شوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۱۲زره۲۰ معاینې (ټېسټونه) شوي چې پکې په ۲۴۲۹ کسانو کې د وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره ۶۶زره۴۵۷ ته رسېدلې ده.

ويل شوي په کرونا اخته ۲۴زره۱۳۱ کسان صحتمند شوي هم دي.

په پنجاب کې پرله پسې په دوېمه ورځ ۲۹ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي. پنجاب کې د مړو شمېره ۴۳۹ او د اغېزمنو ټوله شمېره ۲۴زره۱۰۴ ته رسېدلې او ويل شوي ۶۵۰۷ ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وايرس اخته ۳۱ کسان مړه شوي دي، په سند کې د مړو ټوله شمېره ۴۲۷، د اغېزمنو شمېره ۲۶زره۱۱۳ او ښه شوي ۱۲زره۷۵۰ دي.

په خېبرپښتونخوا کې د جمعې په ورځ کرونا وايرس ۱۳ تنه مړه کړي دي د مړو شمېره ۴۴۵ ته ورسېده، په صوبه کې په ۹۰۶۷ کسانو کې د وايرس پخلی شوی او ۲۷۳۱ ترې صحتمند شوي هم دي.

په بلوچستان کې درې نور تنه مړه شوي په صوبه کې ۴۰۸۷ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او يواځې ۱۴۰۰ ترې روغ شوي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۳ ، په ګلګت بلتستان کې نهه او ازاد کشمير کې شپږ تنه مړه شوي دي.