BBC
 شاته

افغانستان، د بندیانو خوشي کېدو لپاره خبرې بیا پیل او د حزب اسلامي بندیان خوشي شوي

بندیان د انځور حقوق @JAVIDFAISAL

نن (مې ۲۹ مه) درېیمه ورځ ده چې د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او له افغان حکومت سره یې د بندیانو د خوشي کېدو پر سر خبرې بیا پیل کړې دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د دواړو لورو تر منځ نن هم رغنده خبرې شوې چې له مخې به يي دواړه لوري د بندیانو خوشي کېدو ته دوام ورکړي.

طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیانو اړوند ډېر څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت ویلي د طالبانو د لیست سره سم يي شاوخوا ۲ زره طالب بندیان خوشي کړي او لړۍ يي لا روانه ده.

مخکې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي و، د افغان سرتېرو هغه نوملړ چې دوی طالبانو ته استولی و، په هغه کې نژدې ۷۰۰ داسې سرتېري دي چې طالبان وايي، له دوی سره نشته.

طالبانو خپل پنځه کسیز پلاوی تېره ورځ کابل ته ولیږه، ترڅو د افغان حکومت له پلاوی سره د بندیانو خوشي کېدو په تخنیکي لارو چارو خبرې وکړي.

تر اوسه نه طالبانو او نه هم حکومت د دغو مذاکره کوونکي پلاویو د کار د پایلو په اړه واضح څه ویلي او دا هم روښانه نه ده، چې د طالبانو او حکومتي پلاوو کې کوم کسان شامل دي.

یوې باوري حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دوی او طالبانو پلاویو به د بندیان خوشي کېدو د تخنیکي لارو چارو تر څنګ د هغو نږدې ۷۰۰ بندي افغان سرتېرو د برخلیک په اړه هم خبرې وکړې چې حکومت يي نوملړ طالبانو ته د خلاصون لپاره لېږلی خو طالبانو يي له دوی سره له شتونه انکار کړی دی.

افغان حکومت: که زموږ نور بندیان خوشي نشي، اړ نه یو چې طالب بندیان خوشي کړو

افغان حکومت سلګونه نور طالب بندیان هم خوشي کړل

د دواړو غاړو له لوري، د بندیانو د خوشي کېدو بهیر له ګړندي کېدو سره د افغانستان ملي امنیت شورا کې د سولي او ملکي مرګژوبله مخنیوي برخې مشر انتظار خادم وايي، په پام کې ده چې نن هم یو شمېر طالب بندیانو په بېلا بېلو ولایتونو کې خوشي شي.

د طالب بندیانو خوشي کېدو سره تر څنګ نن حکومت له حزب اسلامي ګوند سره ۲۰۱۶ کال د شوې هوکړې له مخې د دغه ګوند ۱۶۴ بندیان له څرخي پله او بګرام زندانونو خوشي کړي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به په راتلوونکو ورځو کې زر نور طالب بندیان خوشي کړي.

طالبانو، پرون د افغان حکومت اتیا تنه بندیان، چې پوځیان او پولیس پکې شامل دي، خوشي کړي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا بندیان یې په کندوز او بغلان کې خوشي شوي دي.

د انځور حقوق HERAT GOV OFFICE
Image caption طالبانو د هرات په ګډون یو شمېر ولایتونو کې بندیان خوشي کړي

د طالبانو له خوا په تېر کوچنی اختر کې د دري ورځني اوربند په مقابل کې چې افغان حکومت هم ورسره اوربند وکړ، ولسمشرمحمداشرف غني د دغې ډلې د ۲۰۰۰ بندیانو د خوشي کېدو امر وکړ، چې له یاد شمېره تر اوسه ۲۰۰۰ تنه خوشي شوي او د حکومت په وینا پاته به یې په راتلوونکو ورځو کې خوشي شي.

دری میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته وپتیل شوه چې افغان حکومت او طالبان به د یوه او بل ۶۰۰۰ خوشي کوي تر څو د باور فضا جوړه او د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې پیل شي.

د روان میلادي په مارچ کې ولسمشر محمداشرف غني د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې ۱۵۰۰ تنه په پړاویز ډول د افغانانو تر منځ د سولې خپل منځي خبرو مخکې خوشي او پاته به یې د مذاکراتو په اوږدو کې خوشي کېږي.