شاته

ټرمپ د هند او چین ترمنځ د سرحدي لانجې په حل کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وړاندیز کړی چې دده په وینا د هند او چین ترمنځ پر پوله به په زیاتېدونکې لانجه کې منځګړیتوب وکړي.

څېړونکي وايي، داسې ښکاري چې د ټرمپ دې وړاندیز ته به په هند او چین دواړو کې کوم ارزښت ور نه کړل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د هند او چین ترمنځ وروسته له هاغې لانجه ګرمه شوه کله چې د راپورونو له مخې پېکنګ له هند سره د همالیا د پولې په اوږدو کې لانجمنې پرتې سیمې ته په زرګونو سرتیري واستول.

له هېرېټېج فونډېشن څخه د جیف سمېت په نامه یو کارپوه وايي،

"داسې ښکاري چې چینايي ځواکونه له اصلي لاین اف کنټرول څخه اوختي دي او یا د دواړو هېوادونو ترمنځ په لانجمنې سیمه کې خیمې او کمپونه جوړ کړي چې په هندوستان باندې فشار راوړي چې د پولې په اوږدو کې نوې ودانۍ جوړې نه کړي."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر باندې د منځګړیتوب وړاندیز کړی خو د سمېت په ګډون څېړونکي تمه نه لري چې پېکنګ او نوی ډلي به دغه وړاندیز ومني.

له بل لوري څخه د هند او چین دواړه چارواکي د لانجې کمولو ته لیواله ښکاري.‌

د هندوستان د ټرانسپورت وزیر وي کې سېنګ ویلي، "د هند او چین ترمنځ د لاین اف کنټرول پر سر نظریو باندې د اوږدې مودې راهیسې د نظر توپیر شته. په ځانګړي توګه په اوړي کې کله چې په سیمه کې زیاتې ګزمې (ګشتونه) پیل شي ځکه سړکونه خلاصېږي."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لېجین ویلي، "د چین او هند ترمنځ پوله باندې اوسني حالات سم دي او د کنټرول وړ دي. چین او هند پر پوله باندې غوره مېکانیزم او د خبرو اترو چینلونه لري."

څېړونکي‌ وايي، دا د هند او پاکستان دواړو په ګټه دي، چې حالات تر کنټرول لاندې وساتي او امن پرځای پاتې شي.