پېښور: په کرونا وايرس اخته ژورنالسټ فخرالدین سيد ژوند د لاسه ورکړو
په پېښور کې په کرونا وايرس اخته شوی ژورنالسټ فخر الدين سيد د دغه ناروغۍ له امله په حق ورسېدو.
فخرالدين سيد چې سينئر ژورنالسټ ؤ د ټيلي ويژن چېنل (۹۲) سره کار يې کار کولو او نن د زيارت/ پنجشنې په ورځ يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو.
د خېبريونين اف ژورنالسټ فناس سیکرټري عزيز بونېری وايي، په فخرالدين سيد کې د کرونا وايرس پخلی شوی او د پېښور په حیات اباد مېډېکل روغتون کې داخل ؤ.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې بونیري وويل فخرالدين سيد يو تکړه ژورنالسټ ؤ او په پېښور کې د خبريال په حېث د بېلابيلو ورځپاڼو او ټيلي ويژن چېنلو سره کار کړی ؤ.
هغه وويل د دوی د شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په ۱۷ ژورنالسټانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ خو نور ترې ښه شوي دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت د وړاندې نه د اعلان کړی چې که د کرونا وایرس نه کوم ژورنالسټ مړ کيږي د هغه کورنۍ ته به په يو ځای لس لاکه روپۍ او بيا د میاشتې په سر لس زره روپۍ ورکولی شي.
عزيز بونېری وايي باید حکومت خپله دغه ژمنه په فوري ډول عملي کړي او د فخرالدين د کورنۍ مرستې وکړي.
بونېری زياتوي ډاکټران د کرونا وبا پرضد تر ټولو په اول صف ولاړ دي جنګيږی خو ژورنالسټان هم د کرونا وبا په مهال د خبرونو ترلاسه کولو او خلکو ته د پوهاوي رسولو دپاره هر ځای ته رسی، او د دې وبا په اړه خلکو ته مالومات رسوي، خو د دغو ژورنالسټانو د ساتنې دپاره نه خو حکومت او نه بيا ادارې هيڅ انتظام نه لري.
هغه وويل په دغه لړ کې بايد په خپله ژورنالسټانو د پوهاوي د تربيت سره د ډيوټۍ په وخت هغه څيزونه هم ورکړی شي کوم چې يو تن د کرونا وايرس څخه بچه ساتي.
د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک د فخرالدين سيد په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او په ژورنالسټانو يې غږ کړی چې د کرونا وبا په مهال د ډيوټۍ په وخت احتياطي ګامونه واخلي.