هغه نرسه چې د یوې قبیلې لپاره له کورونا سره مقابله کوي
برازیل کې د کورونا وېروس خپرېدو سره ځايي خلک خورا سخت اغېزمن شول.
د مانایوس ښار لمنو کې د ۳۵ مختلفو توکمونو نسل شته.
ډېرو کورونو ته د نل اوبه او برېښنا نشته او نه هم نږدې کوم روغتیايي مرکز شته.
نرسته وینډرلیکیا اورټېج ډوس سنټوس د خپلو ۷۰ سوه کورنیو ځايي ټولنې داوطلبه نرسه.
هغې رویټرز ته ویلي، زموږ خلک له دې وبا مړه کېږي او حکومت مو هم قبیله په رسمیت نه پېژني.
نوموړې داسې څلوېښت کسان څاري چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ شک پر کېږي، د درملنې لپاره اراموونکي او نور لومړني درمل ور کوي او هم د دې ناروغۍ د محدودولو لارښوونې ورته کوي.
کله چې کورونو ته ځي، نو د خوندیتوب وسایل اغونځي، کله کله هم دودیز ویټوټو کمیس اغونځي.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره لګول شويو محدودیتونو د خدمتګارو ښځو او د ودانیو چارو اړوند کارګرو په ګډون ځايي اقتصاد ځپلی دی.
نوموړې سیمې ته د روغتیايي چارواکو ورتګ سره مظاهره کې هم ګډون کوي او د ځايي خلکو لپاره د طبي پاملرنې غوښتنه کوي.
نوموړې داسې ماسک هم اغوستی چې پرې لیکلي، ځايي ژوند مهم دی.
انځورونه د رویټرز دي.