شاته

تیر۲۴ ساعتونه افغانستان کې ۶۲۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۶۲۵ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح نن چهارشنبه مې۲۷(غبرګول۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۹۴ مشکوک سمپلونه تشخیص شوي چې ۶۲۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چېپه دې سره په هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۴۵۶ ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۷ تنه مړه شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۷ تنو ته ورسېد.

د دې ترڅنګ ۱۰ تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۱۱۳۸ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت مرستیال یو ځل بیا خبرداری ورکړ که چیري خلک د کرونا ویروس په اړه بې تفاوته پاتې شي یو لوی ناورین به رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه چې کرونا ویروس ته دماتې ورکولو په هدف باید پر تګ راتګ بندیز نور هم وغځیږي.

ښاغلي مجروح وویل:"موږ مخکې ګواښ کوی چې سیل راتلونکی دی، خو نن ګواښ وایو چې سېل راغلی دی او زموږ یو شمېر هیوادوال په سیل کې د غرقېدو په حال کې دي،که مو تر دې مخکې جدي نه نیول، سره نن څخه یې جدي ونیسئ، په تیرو درې ورځو کې زموږ روغتونو تر ټولو بند وضعیت لاره."

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې تر سهار مې۲۷ (غبرګولې۷) پورې ۳۵۰۸۷۶ کسان مړه کړي او تر پنځو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې خپور شوی دی.