شاته

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې چارواکی وايي د کرونا وایرس لومړی پړاو لا نه دی ختم

په جنوبي ایشیا، لاطیني امریکا او د دنیا په یو شمېر نورو سیمو کې د کورنا وایرس مخ په زیاتېدونکو کېسونو ته په اشاره د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن یو چارواکي ویلي د وایرس د خپرېدو لومړی پړاو لا نه دی ختم شوی.

د ډبلیو اېچ او اېګزیکټیو ډرېکټر ډاکټر مایک راین د ګل، دوشنبې، په ورځ په بنګ کاک کې خبریالانو ته وویل دنیا لا اوس هم په هغه مرحله کې ده چې د کرونا وایرس کېسونه مخ په خپرېدو دي.

ماهرین وايي که چېرې د کرونا وایرس په مکمله توګه خاتمه ونکړی شوه نو دا وایرس به بیا په دویمه مرحله کې خپور شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د ډبلیو اېچ او ډاکټر مایک راین په جنوبي ایشیا، لاطینې امریکا او یو شمېر نورو سیمو د کرونا وایرس د زیاتېدونکو پېښو ته په اشاره وویل چې د وایرس د خپرېدو دویمه امکاني مرحله نه ده شروع شوي.

ای پي وايي په هندوستان کې پرله پسې په اوومه ورځ د کرونا وایرس په ریکارډ زیاتې شمېرې رپورټ شوې او د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د ۶۵۳۵ نوي کېسونه رپورټ کړل. په مجموعي توګه په هندوستان کې ۱۴۵۳۸۰ د کروناوایرس کېسونه او ۴۱۶۷ مرګونه رپورټ شوي دي.

د هندوستان تر ټولو زیات کېسونه په مهاشټرا ریاست کې رپورټ شوي دي. هندوستان لوی تجارتي مرکزونه ممبۍ او ګجرات هم په دې ریاست کې موجود دي. خو د وایرس د زیاتېدونکو کېسونو ترڅنګ هندوستان کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملک دننه په محدوده کچه د مسافرو جهازونو پروازونه شروع کړل.

په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته نورو ۳۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی، د تېرو ۲۴ ساعتونو د دغو مړو سره په ملک کې د مړو ټوله شمېره ۱۱۹۷ شوې ده.

په لاطیني امریکا کې د کرونا وایرس زیاتېدونکو پېښو ته په کتنه امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ د برازیل څخه د خارجیانو په راتګ پابندي ولګوله. امریکايي شهریان به ددغه بندیز نه مستثنا وي.

امریکا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ مېموریل ډی یا د قام په خاطر په جنګونو وژل شویو عسکرو د ستاینې ورځ ونماځل شوه. په عامه توګه د په دې ورځ پریډونه او دستورې کولی شي خو سږ کال دغه ډول دستورې ونشوي.

د مېموریل ډی په لړ کې صدر ډانلډ‌ ټرمپ په ورجینیا ریاست کې د ګمنام عسکر په مقبره ګلونه کښېودل او د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ حریف جو بایډن هم د خپل کور سره نژدې په مقبره کې ګلونه کښېودل.

د ډبلیو اېچ او ډاکټر مایک راین په برازیل کې د صورتحال په اړه وویل دوی د هېواد په مشرانو غږ کوي چې لاک ډاون دې لا نه ختموي. هغه وویل په برازیل کې وایرس د خپرېدو شرح لوړه ده او د لاک ډاون پرځای ساتلو پرته یې د مخنیوي بله کومه لاره نشته.