BBC
 شاته

د اسرائیل لومړی وزیر د فساد قضیه کې محکمې ته وړاندې شو

نتنیاهو د انځور حقوق Reuters
Image caption بنیامین نتنیاهو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي

د فساد په قضیه کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو محاکمه د نوي حکومت د کار له پیل یوازې څو ورځې وروسته نن ( یکشنبه مۍ ۲۴ ) پیل شوه. دا د اسرئیل په تاریخ کې لومړي ځل دی چې د دې هېواد یو برحاله لومړی وزیر محکمې ته وړاندې کیږي.

۷۰ کلن بنیامین نتنیاهو پر رشوت، د امانت په خیانت او جعلکارۍ تورن دی، خو ده دا ټول تورونه په کلکه رد کړي دي.

په بیت المقدس کې محکمې ته د رسېدو پرمهال ښاغلي نتنیاهو وویل، دا تورونه له هرې ممکنې لارې له واکه د ده د لېرې کولو لپاره پورې شوي دي.

بنیامین نتنیاهو یوه اوونۍ وړاندې په نادره توګه د ملي یووالي حکومت اډانه کې د لومړي وزیر په توګه بیا دنده پیل کړه.

نوموړي د سیاسي مخالفینو هغه غوښتنې رد کړې چې ګواکې دی باید د دې قضیو د څېړلو پرمهال له دندې لاس په سر شي.

ښاغلی نتنیاهو د کین اړخې لیکود ګوند مشر دی او تر ټولو اوږدې مودې لپاره، یعنی له ۲۰۰۹ کاله تر دې دمه لومړی وزیر پاتې شوی دی.‌

بنیامین نتنیاهو دغه راز له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ پورې هم د اسرائیل لومړی وزیر و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نتنیاهو محاکمه نن یکشنبه په بیت المقدس کې پیل شوه

نوموړي پر ځان د پورې شویو تورونو په ځواب کې ویلي چې د ده سیاسي مخالفین یې تر شا لاس لري او ژمنه یې کړې چې ځان به له دې تورونو سپینوي.

د اسرائیل د قانون له مخې که لومړی وزیر رسما تورن کیږي نو اړ نه دی چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

کله چې پخوانی لومړی وزیر ایهود اولمرټ په ۲۰۰۸ کال کې د فساد تورونو له امله تر څېړنو لاندې و نو د ګوند د مشر په توګه یې له دندې استعفا وکړه.

خو له تخنیکي پلوه د لومړي وزیر په توګه پاتې شو او په ورپسې کال کې بنیامین نتنیاهو د ټاکنو له لارې لومړی وزیر شو.