شاته

د کرونا ویروس له کبله د اختر دودونه بدل شوي

د روژې میاشت پای ته رسېدلې او د نړۍ مسلمانان کوچنی اختر لمانځي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي احتیاطي تدابیرو د ځینو مسلمانانو لپاره د اختر دودونه بدل کړي دي.

کوچنی اختر په عمومي توګه په عبادت، مېلو او خوشحالیو لمانځل کېږي، خو اوس به دا هر څه د کرونا ویروس له کبله د پخوا په څېر نه‌وي.

پر سفر محدودیت هم د ځینو کورنیو لپاره د اختر په ورځو شپو کې راټولېدل ستونزمن کړي او روغتیايي کارکوونکي د نویو مثبتو پېښو خبرداری ورکوي او وايي په راتلونکو دوو ورځو کې به د اختر په مراسمو کې ګڼ مسلمانان په کرونا ویروس اخته شي.

په ځينو هېوادونو کې د اختر دولتي مراسم محدود کړای شوي دي او په بازارونو کې د پخوا په پرتله ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.

متخصصین وايي په اختر کې هغو مسلمانانو ته د کرونا ویروس د خپرېدو خطر زیات دی چې د لمانځه لپاره په جوماتونو کې راټولېږي، حتی په محافظه‌کارو مسلمانو ټولنو کې ډېری خلک په جوماتونو کې له راټولېدو او یو ځايي لمانځه ډډه کوي.

د روسیې د مسلمانانو مشر مفتي تلګت تاج‌الدین وايي سږ کال د روژې ټوله میاشت ځانګړې وه.

روسیه کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره په جومات کې د دوا پاشلو لړۍ
روسیه کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره په جومات کې د دوا پاشلو لړۍ

دغه ستر مفتي د جوماتونو د تړل کېدو د اعلان ملاتړ کړی او ټینګار کوي چې په ډله‌ییزه توګه باید لمونځ ونه‌شي.

تاج‌الدین وايي چې خلک اړ نه‌دي په جومات کې عبادت وکړي.

په وروستیو کلونو کې د مسکو چارواکي اړ شوي چې د کوچني اختر په ورځو شپو کې سړکونه وتړي ځکه ګڼ شمېر خلک د ښار جومات ته ورځي او هلته ګڼه ګوڼه جوړېږي.

خو سږ کال د مسکو جوماتونه د کوچني اختر د رخصتیو پر مهال تړلي دي.

په ګاونډي چچنیا کې چېرته چې په جومات کې د اختر لمونځ حتمي ګڼل کېږي، چارواکو اعلان کړی چې خلک به لمونځ ته نه سره راټولېږي او جوماتونو ته‌یې د بندېدو امر کړی دی.

چچنیا کې لمونځ کوونکي
چچنیا کې لمونځ کوونکي

په تاجکستان او قرغزستان کې هم مذهبي مشرانو روانه اوونۍ اعلان وکړ چې دودیزې غونډې لغوه شوي او خلک به په جومات کې د اختر لمانځه ته نه‌راټولېږي.

په منځنۍ اسیا کې شااوخوا ټولو هېوادونو سږ کال د روژه‌ماتي پر غونډو بندیز لګولی وو. په قزاقستان کې ستر مفتي نوروزبای قاضي تانګانولي اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د لمانځه لویې غونډې لغوه شوې دي.

ګاونډي ازبکستان هم ټولو جوماتونو ته امر کړی چې د روژې میاشتې پر مهال دې تړلي پاته شي.

چارواکو له خیریه بنسټونو غوښتي چې بې‌وزلو کسانو ته دې ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او خلکو ته دې په مستقیمه توګه کورو ته خیرات نه‌وروړي چې د خلکو ترمنځ مستقیم تماس تر ډېره بریده کم شي.

په پاکستان کې د مارچ او اپرېل میاشتې پر مهال جوماتونه تړلي وو، خو اوس ګڼ محدودیتونه کم شوي دي. د ازادي راډيو د ځايي خبریال په وینا په دې هېواد کې ډېری خلک روغتیايي نظافت ته پام نه‌کوي او د بندیزونو له کمېدو سره د اختر لپاره د سودا په خاطر د خلکو سېل بازارونو ته راوتلی.

پاکستان کې د اختر لپاره د چمتووالي نیولو په هدف راوتلي خلک
پاکستان کې د اختر لپاره د چمتووالي نیولو په هدف راوتلي خلک

په ایران کې هم په وروستیو اوونیو کې په ۱۳۰ ښارونو کې جوماتونو ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته پرانیستل شي. په ایران کې لمونځ کوونکي باید ماسکونه او دستکشې واغوندي او هلته تر ۳۰ دقیقو زیات وخت تېر نه‌کړي.