شاته

مودي: "زمونږ وینې او اوبه یوځای پاکستان ته نشي بهیدلی"

د هند او پاکستان ترمنځ د تازه کړکیچ په غبرگون کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي دي چې "اوبه او وینې نه شي کیدای چې په یو وخت کې پاکستان ته روانې شي."

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي مودي د دوشنبې په ورځ د هند د حکومت د لوړپوړو چارواکو په گډون په یوه غونډه کې د پاکستان سره د "سند د اوبو د تړون" د بیا څیړلو په هکله تصمیم ونیو چې د هند د سیندونو څخه گټه اخیستنه چې په پای کې پاکستان ته بهیږي باید لوړې کچې ته ورسیږي.

ددې تړون له مخې چې د ١٩٦٠ کال د سپتامبر په ١٩ د دواړو هیوادونو ترمنځ لاس لیک شوی، هند باید ددې هیواد د دریو ختیځو سیندونو اوبه پاکستان ته جریان ومومي او ددې سیندونو له اوبو څخه باید دومره گټه وانخلي چې پاکستان ته یې بهیدل کم شي.

پاکستان دمخه تر دې هم څو ځلې شکایت کړی و چې ددې سیندونو څخه پوره اندازه اوبه نه ترلاسه کوي او لږ تر لږه دوه قضیې یې نړیوالو مراجعو ته وړاندې کړې وې.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو اونیو کې په ځانگړې توگه په کشمیر کې د سخت دریځو له لورې د ١٨ هندي سرتیرو له وژلو وروسته له بل هر وخت څخه زیاتې خړې پړې شوې دي.

هند په پاکستان کې میشت سخت دریځه په دې برید تورن کوي، خو پاکستان د هندي مقاماتو ادعاوی ردوي.

د هند د صدراعظم په گډون هندي مقامات پاکستان د ترهگرۍ ملاتړی هیواد وگاڼه او دهندي سرتیرو د وژل کیدو په اړوند یې د غچ اخیستونکو اقداماتو خبرداری ورکړ.