شاته

په نړۍ کې د کرونا وبا د رواني اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر څلور میلیونه څلور لکه ۳۰ زره اوښتی او د تلفاتو شمېر یې درې لکو ته نږدې شوی دی، ملګرو ملتونو د دې وبا رواني اغېزو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونه وایي، کرونا ویروس په نړیواله کچه رواني ستونزې پيدا کړې دي ځکه چې په ټولنو کې ناروغي خپره ده، خلک مري، خلک منزوي شوي دي او له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا برخې متخصصانو نن د همدې وبا په اړه د یوې لنډې غونډې پر مهال خپله تګلاره بیان کړه او ویې‌ویل، په داسې حال کې چې د 'کووېډ-۱۹' اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ په لومړیو میاشتو کې جسمي روغتیا ته لومړیتوب ورکول شوی دی، خو له رواني پلوه سلامتیا ورته ډېره مهمه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړ چې رواني روغتیایي ستونزې د خپګان او ناکرارۍ په ګډون زموږ په نړۍ کې د بدبختۍ ستر علتونه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتو سرمنشي زیاته کړه چې څو لسیزې کېږي چې غفلت شوی دی او د رواني ستونزو د مخنیوي په خاطر لږ پانګونه شوې ده او اوس 'کووېډ-۱۹' ناروغي کورنۍ او ټولنې له نور اضافي رواني فشار سره مخامخ کړې دي.

ښاغلي ګوترش بیا وویل، حتی هغه وخت چې د کرونا ویروس وبا کنټرول شي، خپګان، ناکراري او ډېپرېشن به روان وي او خلک او ټولنې به اغېزمنې کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې ډېر خلک دا وېره لري چې دوی یا د دوی دوستان به په کرونا ویروس اخته شي یا به مړه شي، او له یوه بله فاصلې دغه پرېشاني نوره هم زیاته کړې ده.

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په لسګونه میلیونه کسان له اقتصادي پرېشانۍ سره هم مخامخ شوي دي، دوی خپل کارونه له لاسه ورکړي دي یا د خپلو عوایدو د له لاسه ورکولو په حال کې دي.

په ایټالیا کې یو تش واټ
په ایټالیا کې یو تش واټ

د ملګرو ملتونو په راپور کې خبرداری ورکول شوی دی چې اقتصادي فشارونه او ناهیلۍ ښایي د مأیوسۍ د مرګ سبب شي، ځکه چې ځان وژل او د مخدراتو استعمال ممکن زیات شي.

د دې راپور له مخې په څو هېوادونو کې هغو روغتیایي کارکوونکو ځانونه وژلي دي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړي کتار کې وو، ځکه چې دوی مرګونه کتل او د کرونا ویروس له امله‌یې رواني ستونزې کتلې.

په راپور کې راغلي چې له ښځو سره په کورونو کې په دې څو میاشتو کې بد چلند او تشدد زیات شوی دی ځکه چې دوی په کورونو کې دي او ماشومان چې په کورونو کې ایسار شوي دي، درسونه‌یې ګډوډ شوي دي، کورنۍ یې تر فشار لاندې دي او راتلونکې هم څرګنده نه‌ده، نو ښایي پر عاطفي ودې یې منفي اغېزې شوې وي.