شاته

یونان ته یو شمېر تازه رسېدلي پناه غوښتونکي په کرونا ویروس اخته شوي

یوناني چارواکي وایي د یو شمېر پناه غوښتونکو چې تازه یونان ته رسېدلي ول، د کرونا ویروس د ازموینې پایلې مثبتې پېژندل شوې دي.

دغو چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې هیواد لسبوس ټاپو ته د پناه غوښتونکي د نوې رسېدلې ډلې په منځ کې دوه تنه‌یې په کرونا ویروس اخته ول.

د یوناني چارواکو په خبره دغه کسان د کډوالو له نورو کمپونو څخه لیرې په خیمو کې ساتل کېږي.

د پناه غوښتونکو یوه نوې ډله چې د افغانستان او افریقایي هېوادونو وګړي په‌کې شامل دي، د مې پر ۶مه د یونان لسبوس جزیرې ته ورسېدل.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې دغه دواړه پناه غوښتونکي د افریقایي هېوادونو دي چې د ۵۱ کسیزې ډلې سره له ترکیې څخه یونان ته ورسېدل.

فرانس پرس خبري اژانس زیاتوي یوناني چارواکو د سیمي ۲۵ تنه اوسېدونکي او دوه ساحلي ساتونکي هم له دې ډلې سره د اړیکې له کبله قرنطین کړي دي.

یونان کې د پناه غوښتونکو کمپونه به د مې تر ۲۱مې قرنطین شي.
یونان کې د پناه غوښتونکو کمپونه به د مې تر ۲۱مې قرنطین شي.

د یونان حکومت رسمي شمېرې ښیي چې د کرونا ویروس د خورېدو له پیله تر اوسه ۱۵۰ کسان په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

حکومت تر شپږو اوونیو رخصتۍ وروسته په دې وروستیو کې لګول شوي بندیزونه په تدریجي ډول لیرې کړل.

ډېری لاسي پلورونکو ته د روانې اوونۍ په سر کې د راوتلو اجازه ورکړل شوې او هم ټاکل شوې د راتلونکې یکشنبه په ورځ د یونان ځینې سیمې د سیلانیانو لپاره پرانیستل شي.

په یونان کې د پناه غوښتونکو کمپونه به د مې تر ۲۱مې پورې په قرنطین کې وساتل شي.

د فرانس پرس د راپور له مخې تر اوسه د پناه غوښتونکو په دوو کمپونو او یوه هوټل کې چې په پلازمېنه اتن کې دی، د کرونا ویروس مثبتې پېښې پېژندل شوې دي، خو په نورو ټاپوګانو کې چې ډېری پناه غوښتونکي په‌کې اوسي، د کرونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوې نه‌ده.

څه باندې ۳۳ زره پناه غوښتونکي د یونان په لسبوس، کیوس، ساموس، اروس او کاووس ټاپوګانو کې اوسېږي چې د راپورونو له مخې شااوخوا ۶،۱۰۰ کسانو د اوسېدو ځای لري.

ټول یونان کې ۲،۶۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.
ټول یونان کې ۲،۶۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

تر دې وړاندې د یونان دولتي ټلوېزیون ویلي وو چې په پلازمېنې اتن کې د یوه دولتي روغتون ۲۵ کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي.

دغه‌راز د یونان په لاریسای ښار کې د کرونا د نویو ۱۰ پېښو راپور ورکړل شوی دی چې ویل کېږي ۷ تنه‌یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د ورلډومېټر انټرنټي پاڼې د شمېرو له مخې اوس‌مهال په ټول یونان کې ۲،۶۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو فرانس پرس خبري اژانس وایي د یونان په کمپونو کې زرګونه راټولو شویو پناه غوښتونکو ته په کتو وېره ده چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په دې هېواد کې ډېرې شي.