شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس چټکې خپرېدو ته اندېښنې؛ مثبتې پېښې ۵،۶۳۹ ته ورسېدې

په افغانستان کې د کرونا ویروس چټکه خپرېدا او اندېښنې!

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۱۳ مثبتو ‎پېښو د ثبت خبر ورکړ.

د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، له تېرو دوه میاشتو راهیسې د خلکو د نه‌پاملرنې له امله دا لومړی ځل دی چې په دې اندازه زیاتې پېښې ثبتېږي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۰۰۸ سمپلونه ټسټ شوي چې له دې یې ۴۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵،۶۳۹ ته پورته شوی."

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

د ښاغلي مجروح په خبره، د کرونا ویروس پېښې په افغانستان کې مخ په زیاتېدو دي او علت‌یې هم د خلکو نه‌پاملرنه ده.

هغه وايي، د خلکو نه‌پاملرنې او د کرونا چټکې خپرېدا د عامې روغتیا وزارت هم اندېښمن کړی.

د نوموړي په وینا، د کابل په شمول د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې د ګرځ‌بندیز جدي نه‌نیولو پایلې خطرناکه دي.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي، په کابل کې بندیزونه به له اختر وروسته هم دوام ولري.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

هغه د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په کابل کې د ګرځ‌بندیز په اړه داسې وویل: "د کوچني اختر څخه وروسته که ګرځ‌بندیز دوام هم ونه‌کړي، خو محدویتونه به وي، داسې نه‌شي کېدای چې ښوونځي، پوهنتونونه او د ودونو تالارونه پرانیستل شي او حکومت پر وړاندې یې بې‌تفاوته وي، په دې برخه کې به خلک او مختلف سوداګریزې برخې په ګډه سره کار کوي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې کرونا ویروس تر دا مهاله په ټول هېواد کې ۱۳۶ کسه مړه کړي او ۶۹۰ کسان د دې ویروس له امله بېرته روغ شوي.