شاته

د کرونا وبا پر مهال په نړۍ کې د انتخاباتو برخلیک

په داسې حال کې چې د نړۍ هېوادونه د کرونا له وبا د وتلو هڅې کوي، په یو شمېر هېوادونو کې په دې بحثونه تاوده دي چې کله او څنګه به مهم انتخابات ترسره کېږي؟

له روسیې، ایران او بالکان څخه د امریکا په ۱۶ ایالاتو کې د ولسمشرۍ تر مقدماتي انتخاباتو پورې په نړۍ کې ډېر انتخابات د کرونا ویروس د وبا خپرېدو ځنډولي دي.

په داسې حال کې چې په یو شمېر هېوادونو کې قرنطین ورو ورو نرمېږي، په ځینو هېوادونو کې اوس په دې اړه چې څنګه او کله به د رایو ورکولو مرکزونه پرانیستل شي، د مبارزې کرښې راښکل پیل شوي دي.

د فبرورۍ د وروستیو راهیسې تر ۵۰ زیاتو هېوادونو د ملي، سیمه‌ییزو او یا ساحوي انتخاباتو نېټې شاته کړې دي.

په ځنډول شویو انتخاباتو کې د اپرېل په ۱۷مه، د ایران د پارلمان دوهم پړاو انتخابات، په شمالي مقدونیه کې د اپرېل په ۱۲مه، پلان شوي پارلماني انتخابات او په صربیا کې د اپرېل په ۲۶مه، عمومي انتخابات شامل دي.

کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۱۷مه نېټه هغه فرمان لاسلیک کړ چې په‌کې یې د دې هېواد په اساسي قانون کې د بدلونونو په اړه د اپرېل ۲۲مه، نېټه د عمومي رأی ورکولو لپاره اعلان کړه، نو هغه مهال د کرونا د خپرېدو له کبله په اروپا کې قرنطینونه پیل شوي وو.

د روسیې ولسمشر
د روسیې ولسمشر

پوتین د مارچ په ۲۵مه، وویل دا ټول پوښتنه به وځنډول شي او نوې نېټه لا نه‌ده اعلان شوې. ځیني څارونکي اټکل کوي چې دا ټولپوښتنه به ترسره نه‌شي ځکه روسیه د کرونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي بوخته ده.

روسیې همدارنګه په دې هېواد کې ټول ځايي او سیمه‌ییز انتخابات ځنډولي دي. په دې کې د اپرېل له ۵مې د جون تر ۲۳مې نېټې پورې شااوخوا ۹۰ بېلابېل سیمه‌ییز او ځايي انتخابات شامل دي.

په پاکستان کې په مارچ کې پلان شوي انتخابات وځنډول شول. ارمنیا بیا د اپرېل په ۵مه هغه پلان شوې ټولپوښتنه وځنډوله چې د اساسي قانون د محکمې د بدلون په اړه وه.

په کوسوو، قرغزستان، مونته‌نګرو او رومانیا کې هم د ځايي انتخاباتو نېټې شاته کړای شوې دي.

په صربیا کې ولسمشر الکساندر ووچیچ په پارلماني او ځايي انتخاباتو کې د اپوزېسیون له ممکن پرېکون سره مخ دی چې په دې هېواد کې ورسره د سیاسي کړکېچ د لا ژورتیا وړاندوینه کېږي.

شمالي مقدونیې په فبروري کې د دې هېواد پارلمان ړنګ کړ او د اپرېل په ۱۲مه نېټه‌یې تر وخت مخکې د انتخاباتو اعلان وکړ. په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد د ګډون د لېوالتیا لپاره یو شاتګ ګڼل کېده.

خو سکوپیه د انتخاباتي کمپاینونو له رسمي پیل یوازې دوه ورځې مخکې په انتخاباتو پورې تړلې ټولې چارې وځنډولې.

صربیا ته ورته په شمالي مقدونیه کې به هم د انتخاباتو د بیا مهال‌وېش جوړولو لپاره ضرب‌الاجل تر هغه وخته دوام کوي چې دا هېواد د کرونا ویروس په خاطر له لګول شوي بېړني وضعیت راووځي.

چارواکي وايي، ښايي د عامې روغتیا وضعیت د مې په نیمايي کې د دې وړ شي چې د انتخاباتو نوی مهال‌وېش په‌کې وټاکل شي.

په پولنډ کې د مې په ۱۰مه د ولسمشرۍ انتخابات د هغه سیاسي کړکېچ وروسته چې د خپرې شوې وبا منځ کې څنګه مشروع انتخابات ترسره شي، په عجیبو غریبو انتخاباتو بدل شول چې د رأی ورکولو مرکزونه په‌کې تړلي وو او په‌کې د خلکو د ګډون رسمي شمېر صفر وو.

پولنډ
پولنډ

دغلته د ولسمشرۍ انتخابات نه وځنډول شول او نه لغوه شول، ځکه حکومت او اپوزیسون ونه توانېدل چې په قانوني او خوندي هواري سره سلا شي.

د پولنډ پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې پوستي خدمتونه یې د رایو د انتقال مسؤل کړل. خو د نیټې په اړه لاهم توافق نه‌دی شوی. حکومت تر جون مخکې انتخابات غواړي خو اپوزیسون وايي، دا ډېر وختي دی. دغلته د اپوزیسون ګوندونه، نړیوال انتخاباتي څارونکي او د اروپايي ټولنې چارواکي د پوستې له لارې د "ازادو او عادلانه" انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې د ستونزو یادونه کوي.

  • په جنوبي کوریا کې بریا

په ۲۰ هغو هېوادونو کې چې د مارچ او اپرېل میاشتو کې پلان شوې انتخابات‌یې ترسره کړل، جنوبي کوریا ته تر ډېره په داسې سترګه کتل کېږي چې په ټول هېواد کې یې د کرونا د وبا پر مهال تر ټولو با مسؤلیته انتخابات وکړل.

په حقیقت کې د اپرېل په ۱۵مه د دې هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو په سلو کې ۶۶ ګډون په تېرو درې لسیزو کې دغلته په انتخاباتو کې د خلکو تر ټولو زیات ګډون و.

د جنوبي کوریا د ۴۴ میلیونه رأی ورکوونکو تر څلورمې برخې زیاتو کسانو خپلې رایې مخکې ورکړې او د انتخاباتو په ورځ‌یې د رأی ورکولو پر مرکزونو فشار کم کړ.

جنوبي کوریا کې انتخابات
جنوبي کوریا کې انتخابات

هغو رأی ورکوونکو چې خپلې رایې یې د رایو مرکزونو کې ورکړې، ورته د مخ ماسکونه او د لاس دست‌کشونه ورکړل شول. د رایو صندوقونه منظم ضد عفوني کېدل او په لاینونو کې ولاړو رأی ورکوونکو له یو بل څخه ټاکلی واټن ساته.

د رأی ورکولو د هر مرکز مخې ته د رأی ورکوونکو د بدن حرارت کتل کېده او هغوی چې تبه‌یې درلوده د رایو جلا صندوقونو ته رهنمايي کېدل. ان په کرونا اخته رأی ورکوونکو ته چې قرنطین کې وو هم د دې زمینه برابره شوه چې په خوندي توګه خپلې رایې وکاروي.

  • امریکا او انتخابات

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات لا هم د نومبر په ۳مه، په پلان کې دي، خو په دې هېواد کې مقدماتي انتخابات چې د هر ګوند کاندید ټاکي د مارچ له میاشتې څخه د کرونا ویروس د محدودیتونو له کبله ځنډېدلي دي.

د امریکا په ویسکانسین ایالت کې د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکرات ګوند مقدماتي انتخابات تر اوږدو سیاسي او حقوقي بحثونو وروسته د اپرېل په اوومه نېټه ترسره شول.

د انتخاباتو په ورځ چارواکو وویل، دوی د رأی ورکولو له ۱۸۰ مرکزونو یوازې ۵ پرانیستلی شي، ځکه د انتخاباتو د ډېرو کارکوونکو عمرونه له ۶۰ پورته دي او د کرونا په وړاندې د زیانمنې له کبله کورونو ته استول شوي دي.

د ویسکانسین شااوخوا ۱۲ زره رأی ورکوونکو چې پر پوست‌یې د رأی ورکولو غوښتنې کړې وې، د انتخاباتو تر ورځې رأی‌پاڼې ترلاسه نه‌کړای شوې.

بله‌خوا سربېره پر دې چې رأی ورکوونکي اړ شوي وو چې د رایو مرکزونو ته په ورتلو خپله روغتیا له ګواښ سره مخ کړي، په اوږدو کتارونو کې پاتې شول څو خپلې رایې وکاروي.

امریکا
امریکا

څو اوونۍ وروسته روغتیايي کارکوونکو په کرونا ویروس د اخته کېدو ۴۰ داسې پېښې وموندلې چې په‌کې ناروغان د رأی ورکولو پر مهال په کرونا ویروس اخته شوي وو.

منتقدان د ویسکانسن د اپرېل د اوومې نېټې انتخاباتو ته د یوې داسې ناکامۍ په سترګه ګوري چې دا درس ترې اخیستلی شي، څو د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څنګه ترسره شي.

دوی وايي، ایالتي حکومتي او فدرالي چارواکي باید له اوس څخه بېړني اقدامات وکړي، څو د ولسمشرۍ په انتخاباتو پر مهال د پوست له لارې په زیاته اندازه رأی ورکولو ته چمتوالی ونیول شي. په دې اقداماتو باید د خلکو روغتیا وساتي چې د رأی ورکولو مرکزونو ته په ورتګ په کرونا اخته نه‌شي او همدارنګه څوک د رأی د ورکولو له حق څخه هم محروم نه‌شي.