شاته

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۵،۲۲۶ تنو ته ورسېد

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۵۹ پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډيرېدو اندېښمن دی.

دغه وزارت په ګرځ‌بندیز او د روغتیايي سپارښتنو په عملي کېدو ټينګار کوي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۴» یوې خبري ناستې ته وویل: "یو عمده دلیل‌یې لکه څنګه چې تل موږ ویلي، د خلکو بې‌غوري ده، په خواشینۍ سره په سړکونو کې د خلکو ګڼه ګڼه ډېره وي، هره ورځ له ماسک څخه ګټه اخیستل کمېږي چې دا د روغتیايي اصولو خلاف عمل دی، د خلکو ټولنیزې اړیکې نږدې شوي، دا یو دردوونکې مسئله ده ځکه د دې زیان کورنیو او د ښار هرې برخې ته رسېږي."

د روغتیايي خدمتونو مرستیال وحید مجروح
د روغتیايي خدمتونو مرستیال وحید مجروح

ښاغلي مجروح وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله مړه شوي ۴۲ تنه بېرته روغ شوي چې په دې سره د روغ شویو کسانو شمېر ۶۴۶ تنه او د مړه شویو کسانو شمېر ۱۳۲ ته رسېږي.

د ښاغلي مجروح په خبره، د دغو شمېرو په ثبت سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۵،۲۲۶ تنو ته ورسېد.

سره له دې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خلکو په ګرځ‌بندیز او روغتیايي مقرراتو په پام کې نیولو ټينګار کوي د کابل والي محمد یعقوب حیدري تازه کابینې ته داسې یوه طرحه ورکړې چې له مخې یې پلورنځي بېرته پرانیستل شي.

ښاغلی حیدري وايي، د دې طرحې له تأیید یا رد وروسته به د دکانونو د تړل پاتې کېدو یا پرانیستلو په تړاو وروستۍ پرېکړه وشي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

هغه زیاته کړه: "له کرونا ویروس څخه د مخینوي لپاره باید یوه اغېزمنه لار وسنجول شي، خو اساسي خبره دا ده چې ټولنیز واټن باید په پام کې ونیول شي او د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې عملي شي او که چېرې د دکانونو د پرانیستلو جواز هم ورکړل شي د روغتیايي سرغړونو په صورت کې به بېرته بند شي."

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه له هېواده بهر ۳۹ تنه افغانان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دغه وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د طبي تجهیزاتو او خوراکي موادو لپاره د نړۍ د هېوادونو د ۸۴۲ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه تر لاسه کړې ده.