شاته

د امریکا مرستیال ولسمشر د کرونا ویروس له امله له ټرمپ سره نه‌ګوري

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر د کرونا ویروس له امله له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره نه‌ګوري او د هغه په غونډو کې برخه نه‌اخلي.

وروسته تر دې چې د متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د رسنیو د برخې د مشرې د کرونا ټسټ مثبت شو، ده پرېکړه وکړه چې یو څو ورځې له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه لیرې واوسي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې کیليګ مکني پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، کاتي مېلر تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شوه او نتیجه‌یې معلومه شوه تر دې راوروسته یعنې له دوشنبې راهیسې مایک پنس د ولسمشر ډونالد ټرمپ نه د دوشنبې د ورځې په خبري غونډه کې، نه هم د شنبې د ورځې د امنیتي او پوځي چارواکو په غونډه کې برخه واخیسته.

مایک پنس
مایک پنس

مېرمن مکني لنډې خبري غونډې ته په دې اړه وویل: "مایک پنس په خپله پرېکړه کړې ده چې د څو ورځو لپاره له ولسمشر څخه لیرې شي."

د دې په وینا دا د مرستیال ولسمشر خپله پرېکړه ده چې تر څه مودې به لیرې پاتېږي.

که څه هم د مېرمن مېلر د کرونا تر ټسټ وروسته د ښاغلي پنس ټسټ منفي و، خو د ویروس د وېرې له امله د سپینې ماڼۍ له لوېدیځې خوا ووت.

د سپینې ماڼۍ له ټولو کارکوونکو غوښتل شوي دي چې ماسک‌یې پر پوزه او خوله تړلی وي او له یوه بل سره فاصله مراعات کړي.

د ولسمشر ټرمپ د دوشنبې ورځې د خبري غونډې پر مهال د سپینې ماڼۍ اکثرو چارواکو ماسکونه لرل، خو په خپله ولسمشر ټرمپ ماسک نه‌و تړلی.

د ولسمشر ټرمپ د اکثر سلاکارانو او ده ته د نږدې همکارانو د کرونا ټسټ هره ورځ کېږي.

د سپینې ماڼۍ کارکوونکي
د سپینې ماڼۍ کارکوونکي

اوس دا پرېکړه شوې ده چې د سپینې ماڼۍ د رسنیو د ډلې هم د کرونا تسټونه وشي.