شاته

پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۴۱۷ ته ورسېده

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تازه ۳۲ نور کسان مړه شوي چې ورسره د دې وايرس نه په ملک کې د مړو ټوله شمېره ۴۱۷ ته ورسېده.

د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه په خېبرپښتونخوا کې ۱۶۱، په سند کې ۱۱۸، په پنجاب کې ۱۱۵او بلوچستان کې ۱۶ تنه مړه شوي دي.

ويل شوي په تېر شوا روز کې په ملک کې په نورو ۱۲۹۷ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس پېښې ۱۸زره ۱۱۴ ته رسېدلې دي.

خو ورسره په ملک کې د ۴۰۰ نورو کسانو ښه کېدو هم ويل شوي چې د کرونا وايرس نه ټول ۴۷۱۵ کسان صحتمند شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د مې په لومړۍ نېټه ۱۵ تنه مړه شوي دي.

په سند کې په تېر ۲۴ ساعتونو کې نهه تنه د کرونا وايرس له امله شوي دي.

په پنجاب کې په تېر شوا روز کې په کرونا وايرس اخته نهه کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بلوچستان صوبه کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه ۱۶ تنه مړه شوي دي.