شاته

پاکستان کې نور ۲۴ تنه په کرونا وايرس مړه شوي، ټوله شمېره ۳۸۵ ته ورسېده

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې په کرونا وايرس اخته نور ۲۴ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۳۸۵ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۹۹۰ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېره ۱۶زره ۴۸۳ ته رسېدلې او تراوسه ترې ۴۳۱۵ کسان صحتمند شوي دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا کې په تېر شوا روز کې نهه تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي او په صوبه کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۴۶ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زیات کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي دي.

په صوبه کې په ۲۶۲۷ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۶۵۴ ترې صحتمند شوي دي.

سند

د پاکستان په سند صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو شمېره ۱۱۲ ته رسېدلې ده.

په سند کې تراوسه پورې په ۶۰۵۳ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۱۲۲۲ ترې روغ شوي دي.

پنجاب

پنجاب کې د درې نورو تنو د مړه کېدو سره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۰۶ ته رسېدلې ده.

په پنجاب کې ۶۳۴۰ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې ترې ۱۹۲۱ صحتمند شوي هم دي.

بلوچستان

په بلوچستان صوبه کې ۱۴ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي او د کرونا وايرس د ۷۱ نوؤ پېښو سره په صوبه کې په کرونا د اخته کسانو شمېره ۱۰۴۹ ته رسېدلې ده.