شاته

پاکستان څخه د راستنو شویو افغانانو لپاره د قرنطین بڼه‌ بدله شوې

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په تورخم سیمه کې له پاکستان څخه د راستنو شویو افغانانو لپاره قرنطین مات شوی نه‌دی، یوازې بڼه‌یې بدله شوې ده.

مسؤلان وايي، دوی یوازې د ۳ زره کسانو لپاره چمتووالی نیولی و، خو د راستنېدونکو شمېر له دې زیات دی او له همدې کبله دوی اوس یوازې هغه کسان قرنطین کوي چې مشکوک وي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، دوی په قرنطین کې د ۳ زره کسانو لپاره چمتووالی نیولی و، خو د پاکستان له‌خوا له دوی سره له همغږۍ پرته په یوه ورځ زرګونه کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته ولاړ شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: ​"متأسفانه کله چې پرون معلومات شریک شول، زرګونه کسان له ډیورند پورې غاړه پاتې وو، نو د هغوی د عزت ساتلو او تر خوا یې د هغوی د ستونزو د حل په خاطر موږ سره یوازنۍ لار همدا وه چې د تورخم قرنطین ته بله بڼه ورکړو. بله بڼه دا ده، هغه کسان چې شکمن وي، قرنطین کېږي او هغوی چې مشکوک نه‌دي، اجازه ورکول کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي."

که څه هم په ننګرهار ولایت کې سیمهییزو چارواکو ټینګار کړی و چې په تورخم ښارګوټي کې به له پاکستان څخه راستنېدونکي افغان مسافرین د ۱۴ او یا هم د ۲۱ ورځو لپاره قرنطین کېږي، خو اوس ډېر شمېر کسان له دې قرنطین څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو مسافرو لپاره جوړ شوی قرنطین کمپ
تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو مسافرو لپاره جوړ شوی قرنطین کمپ

ښاغلی خوګیاڼی په تورخم کې د قرنطین کمپ جوړولو دلیل، له کرونا ویروس څخه د خلکو د ژغورنې، عامه پوهاوی او په دې ولایت کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوی بولي.

پاکستان له افغان حکومت سره د یوې هوکړې پر بنسټ، پرون اجازه ورکړه چې د تورخم او سپین بولدک لارې د درې ورځو لپاره یوازې له یوې خوا پرانیستل شي او په پاکستان کې بند افغان مسافر خپل هېواد ته ستانه شي.

پرون د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هم له ۹ زرو زیات مسافر افغانستان ته دننه شوي دي، خو هلته بیا د تورخم په څېر د قرنطین لپاره کوم کمپ نه‌و جوړ شوی.

د کندهار عامې روغتیا رئیس محمد اشرف نادري ازادي راډیو ته وویل، نورو کسانو ته د روغتیايي ستونزو د مخنیوي په خاطر دوی د قرنطین پرېکړه لغوه کړې ده.

د سپین بولدک-چمن لار خلاصه شوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

هغه زیاته کړه: "د بولدک په ساحه کې له دې کبله د ټولو کسانو لپاره د قرنطین پلان نه‌لرو چې هلته د دوی د ښځو او ماشومانو روغتیايي ستونزو ته لاسرسی مشکل دی، خو کسان چې را اوړي، الف تر یا ټول سکن کېږي، عامه پوهاوی ورکول کېږي، تر خوا یې د کرونا اړوند د عامې روغتیا وزارت لارښود ورته ورکوو، بیا یې رخصتوو."

له سپین بولدک ورهاخوا، هرات ولایت چې په افغانستان کې د کرونا ویروس تر ټولو ډېر ځپلی، د اسلام‌قلعه پر پوله چې ویل کېږي له ایران څخه د همدې لارې په وسیله افغانستان ته د کرونا ویروس را لېږدول شوی، لا پرې د قرنطین کمپ نه‌دی جوړ شوی.

د دې ولایت په سرحدونو کې د کډوالو امر معین قادري ازادي راډیو ته وویل، دوی یوازې هغه کسان په امبولانسونو کې تر هرات لېږدوي چې په کرونا ویروس د اخته شویو شک پرې کېږي، خو په خبره‌یې د ټولو راستنېدونکو لپاره د قرنطین اسانتیا نه‌لري.

هرات کې له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو د معاینې بهیر
هرات کې له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو د معاینې بهیر

هغه زیاته کړه: "موږ په اسلام قلعه سرحد کې د خلکو لپاره د قرنطین ځای نه‌لرو. که چېرې کوم شخص زموږ د روغتیايي ګروپ له‌خوا په کرونا ویروس مشکوک وپېژندل شي، د امبولانس په وسیله هرات ته لېږدول کېږي."

په افغانستان کې اوس‌مهال په کرونا ویروس ۴۲۳ تنه اخته پېژندل شوي چې تر ټولو ډېر یې په هرات ولایت کې دي.

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د مهار لپاره ۶،۶ میلیارده افغانۍ جلا کړي، څو وشي کولای د دې ناروغۍ د لا زیات خپرېدا مخه ونیسي.

خو معلومه نه‌ده چې ایا په دې پیسو کې د قرنطیني کمپونو د جوړولو لپاره مشخصه بودجه شته او که نه.