شاته

د چينۍ په برخه کې "پنجاب اسانتياوې ترلاسه کړي او د خېبرپښتونخوا ملونه بند پراته دي"

د خېبرپښتونخوا د چينو (بورې) د ملونو مالکان وايي د چينۍ په لړ کې د پنجاب سره تعلق لرونکو ملونو ته اسانتياوې (سبسډي) ورکړی شوې او د خېبرپښتونخوا ملونه بند پراته دي.

په پاکستان کې د چینۍ د سکېنډل په اړه د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آیي ای) په راپور کې لیکل شوي چې په تیرو درېو حکومتونو کې چیني د هېواد نه د بهر لیږلو لپاره د چینو د ملونو مالکانو ته ۲۴ اربه روپۍ سبسډي یا مراعات ورکړی شوي دي چې پکې څه کم درې اربه روپۍ د موجوده حکومت هم شاملې دي.

خو موجوده حکومت چې کومه سبسډي ورکړې ده په هغې کې ۵۶ کروړه روپۍ د واکمن ګوند تحریک انصاف مهم غړي جهانګیر خان ترین کمپنۍ ته او دغه شان ۴۵ کروړه روپۍ د وفاقي وزیر خسرو بختیار کمپنۍ تر لاسه کړي دي.

په دغو کې بیا یو څو نور تنان هم شامل دي چې تړاو یې د مسلم لیګ نواز ډلې او پیپلز ګوند سره دی.

خو دلته دلچسپه خبره بیا داده چې کله هم کوم شیان د هېواد نه بهر ته لیږل کیږي نو په هغې وړومبی اقتصادي رابطه کمیټي یا اي سي سي کې غور کیږي، بیا وفاقي کابینې ته د اجازت لپاره وړاندې شي خو دلته وفاقي کابینې د اجازت ورکولو په ځای معامله د پنجاب حکومت ته سپارلې ده او دغه ټوله سبسډي د هېواد صرف یوې صوبې یعنې پنجاب د چینو ملونو مالکانو ته ورکړې ده.

په دې اړه چې وي او ای ډیوه د صوبایي اسمبلۍ غړي منور خان سره خبرې وکړې نو هغه وویل لکي مروت کې نوموړي د چینو یو مل لرلو خو د حکومت له اړخه د مراعاتو د نه مېلاویدو له امله دغه مل د تیرو دریو کلونو راهسی بند پروت دی.

هغه وایي سبسډي صرف د پنجاب د چینو ملونو ته ورکړل کیږي.

"زمونږه غریبه صوبه ده، زمونږ پکې څوک تپوس کوي؟ مرکز چې کله د سبسډي ورکولو نه انکار وکړو نو ترین د پنجاب کمزوري اعلا وزیر ته وویل زر تر زره د سبسډي اعلان وکړه نو بزدار (عثمان بزدار) دا اعلان وکړو. زمونږ غریبې صوبې ته څوک سبسډي ورکوي".

نوموړی وايي دغو د ملونو مالکانو یو خوا د حکومت نه اربونه روپۍ د چینۍ بهر لیږلو لپاره واخستې او بلخوا یې ځایي منډۍ کې د چینۍ بیعه د پپنځه روپۍ کیلو نه تر ۷۷ روپۍ پورې وخیژوله او خپله ذخیره یې خرڅه کړه خو په دې وخت کې حکومت په چینۍ هیڅ قسمه ټیکس ونه لګولو.

بلخوا وزیر اعظم عمران خان اعلان کړی دی چې د اېف آیي ای د راپور د فارنزک جایزې اخستلو لپاره به کمیشن جوړوي او د روانې میاشتې په ۲۵م نېټه به د ککړو تنانو خلاف ګام پورته کوي.

خو خبریال شاهد حمید وایي معامله دا نه ده چې ګنې د واکمن ګوند مرستیالانو جهانګیر ترین او خسرو بختیار ناجایزه ګټه پورته کړه بلکې اصل پوښتنه داده چې اي سي سي څنګه دا فیصله کړې وه چې مشري یې د خزانې وفاقي وزیر کوي او بیا وفاقي کابینې ته څنګه راغله چې مشري یې وزیر اعظم کوي او اخره کې د پنجاب کابینې د سبسډي اعلان څنګه وکړو چې مشري یې د دغه صوبې اعلا وزیر کوي.

هغه وايي په دغه اړه به د شوګر ایډوایزري بورډ نه هم پوښتنه کیږي چې په وخت فیصله کولو کې ولې ناکامه شوه او د نورو صوبو اعتماد به هم اخستل وي چې ولې صرف د پنجاب صوبې د مل مالکانو ته سبسډي ورکړل کیږي او په خېبر پښتونخوا کې د چینۍ ملونه بند پراته دي.