شاته

نورو ضلعو پرتله په قبايلي سيمو کې د کرونا مريضان کم دي

د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعو نه تر دې دمه ۱۱ د کرونا وايرس کېسونه مخې ته راغلي دي چې پکې څلور د خېبر ضلعې، درې د باجوړ، دوه د کرم، د يو اورکزو او يو د جنوبي وزيرستان نه شامل دي.

تر دې دمه د مومند ضلعې او شمالي وزيرستان نه د کرونا په رنځ اخته کوم تن مخې ته نه دی راغلی.

د صحت د محکمې ترمخه په ټولو قبايلي ضلعو کې د ۲۸۶ کسانو ټېسټونه شوي دي چې پکې د ۱۰۸ نتيجې منفي راغلي او ۸۷ لا هم د څار لاندې دي.

په قبايلي سيمو کې د خېبرپښتونخوا د نورو ضلعو پرتله د کرونا وايرس کمې پېښې مخې ته راغلې دي خو ځايي خلک ګيله لري چې د صحت مرکزونه په ډېره فاصله موجود دي، چې کوم مرکزونه جوړ کړی شوي په هغې کې هم د صحت بنيادي اسانتياوې نشته.

د کرمې سره تعلق لرونکی يو تن نورسعيد وي او ای ډيوه ته وويل، د دوي د سيمو نه يو شمېر کسان د ملک نورو برخو ته مزدورۍ له تلي وو کوم چې اوس خپلو سيمو ته بېرته راغلي دي، دا ممکنه ده چې د دوي له کبله کرونا وايرس خور شي.

د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې د ۲۷ ضلعو نه کرونا وايرس کېسونه رپورټ شوي دي چې پکې تر ټولو زيات ۹۱ په مردان او ۸۱ په پېښور کې مخې ته راغلي دي.

په قبايلي سيمو کې د اسانتياو په اړه د پي ډي اېم ای د قبايلي ضلعو وياند احسان داوړ وي او ای ډيوه ته وويل، دوي په هره ضلع کې د ډاکټرانو حاضري يقيني کړې، هغوي ته يې حفاظتي سامان ورکړی او د خلکو د معاينې مشينونه هم ورکړې شوي دي.

نوموړي په اولس هم غږ کړی چې چا ته د تبې، ټوخي يا نور کوم د صحت ستونزه رامخې ته کېږي، ژر تر ژره دې نزدې روغتون ته ځان ورسوي.

ځايي خلک دا ګيله هم لري چې په قبايلي سيمو کې د صحت د محکمې ډهانچه له وړاندې کمزورې ده، روغتونونو او د صحت نورو مرکزونو ته د ډاکټرانو ترڅنګ طبي عمله د راتلو نه ډډه کوي. د دې ترڅنګ په دغه سيمو کې د دوايانو او دطبي الاتو د کمي ګيله هم وخت په وخت شوې ده او وخت په وخت د دې ضلعو مريضان نزدې سيمو ته وړل کېږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی