شاته

ټولنیز فاصله ستاسو په ذهني صحت څنګه اثر کولی شي؟

ټولنیز فاصله - واټن ډیره مشکله کیدی شي ، لکه څنګه چې د امریکا د نیویارک ایالت ګورنر انډریو کومو پدې وروستیو کې په خپل ایالت کې د کرونا وایرس ورځني حالت - وضعیت وړاندی کولو په وخت کې دې خبری ته اشاره وکړه.

انډریو کوومو وویل" ذاتي - شخصي صدمه کمه مه ګڼی ، او د خلکو نه د بېلېدو درد کم مه ګڼی، دا په حقیقت کې دی ".

هغه زیاته کړه "دا انساني حالت ندی – تسلی به نه ورکوی ، نږدې کیدل به نه وي ، ویرېږی به او تاسو نشئ کولی چې چا ته غېزه ورکړی، دا ټول غیر فطري او ګډوډي ده. "

ماهرین د وړاندی نه په دې پوهیږي چې په کلونو یوازې پاتی کیدل یا د ګوښه کیدو احساس کولی شي په لوی عمر خلکو کې د پریشانی ، خپګان او د ډیمنشیا ناروغۍ هم سبب جوړیدی شي.

د بدن د دفاعي نظام کمزوری کیدل ، د ډیر وزن ، د وینې لوړ فشار- بلډپریشر ، د زړه ناروغیو او د کم ژوند لامل هم جوړیدۍ شي.

هغه ماشومان چې لږ ملګري لري یا په سکولونو کې ځورول شوي یا جلا شوي دي د پریشانی ، خفګان او ځینې د لوی کیدوځنډ په رنګ ستونزی لري.

خو کله چې د کرونا وایرس په څیر نړېوال وبا خبره ده نو هیڅ داسې لیکل شوې څیز شتون نلري چې د طب ماهرین ورته رجوع وکړي.

الینا میکالسن چې د امریکا ټېکاساس ایالت په سان انتونیو د ماشومانو هسپتال -روغتون د سیکالوجۍ برخې مشره ده وایي

"هغه څېړنی چې موږ یې لرو په جبري توګه د بیل کړل شوو په اړه دي او مرسته نه کوي ".
هغې زیاته کړه " هغه وضعیت چې موږ یې اوس مهال لرو ، هلته ډیر زیات ټولنیز ملاتړ موجود دی او ټولنیز ملاتړ د ښه صحت او د ذهني روغتیا نتیجو اټکل کوي."

میکالسن پدې موده کې خپلو مریضانو ته لارښوونه کوي چې له خلکو سره په رابطه کې پاتی شي ، هره ورځ ورزش وکړي ، او یو داسې ترتیب ولري چی د کورنۍ هر یو تن په خپل ورځ کې یو څه مقصد ولري. خالي انتظار کول او د ناروغ کیدو په اړه اندیښنی د زیات خفګان لامل کیدی شي.

یو مهمه خبره چې د خلکو دا فیصله به کوي چی ایا د ځان بیلاول به وي هغه به د انسان شخصیت نه راځي.

مېرمن میکالسن زیاتوي ، " ایکسټورټس (هغه خلک چې د نورو خلکو په محفل کې زیات خوشحاله وي) دا زیات ضرورت لري چې تل د نورو خلکو خواوشا وي. د دوی لپاره په ارام ځای کې چې څه تفریح پکې نه وي د سخت خفګان لامل دی ".

" انټروورټس (هغه خلک چې ځان ته یوازې زیات خوشحاله وي) تاسو پوهیږئ چې به په یو ورکوټی کمره-خونه کې د هیڅ شی بغیر خوشحاله وی. تاسو کولی شئ د نیویارک ښار په یو اپارټمانټ کې یو انټرورټ بند کړی اوهغه ته ووایي چی د دوومیاشتو لپاره بهر نه راشئ او د به مکمل خوشحاله وي".

په عین حال کې د نیویارک ګورنر کومو خبریالانو ته وویل چې هغه په اوسني وضعیت کې هم په مثبت خبرو خپل توجه ساتي لکه چې د خپلې مشری 25 کلنه لور کېرا چې ورسره په دغه بحران پرمهال په ګډه کار کوي.