شاته

د افغانستان ملي امنیت وایي د داعش یو مهم مشر یې نیولی

د افغانستان د ملي‌ امنیت ریاست وايي چې د ننګرهار لپاره داعش د خراسان ډلې تش په نامه والي‌ اسلم فاروقي یې ژوندی نیولی دی.

وايي د ده اصلي‌ نوم عبدالله اورکزی دی چې له خپلو ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي. د عملیاتو دقیق ځای او دقیقه نېټه ښودل شوي نه دي.

د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې وویل چې اسلم فاروقي په پېښور کې د داعش ډلې نظامي مسول و چې بیا ننګرهار ته راغی. وايي دی د داعش د یو بل مهم کس سعید باجوړي له وژل کېدو وروسته د ننګرهار لپاره د داعش-خراسان ډلې والي ونومول شو.

د ملي‌ امنیت اعلامیه وایي‌ چې نیول شوی کس د نورو ترهګرو ډلو تر څنګ په پاکستان کې د لشکر طیبه او همدغه راز له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې لرلي. دی د اورکزۍ ایجنسي د اخندزادګانو د کلي دی.

د ملي امنیت ریاست دا ویدیو هم خپره کړې ده

په افغانستان کې د داعش ډلې د یو مشر نیول
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

د افغانستان ملي امنیت وايي‌ چې له اسلم فاروقي سره یې په افغانستان کې د داعش ډلې نظامي مسول قاري ذاهد چې په معاذ مشهور و او د دغې ډلې د جلب او جذب مسول سیف الله چې په ابو طلحه مشهور و هم نیولي‌ دي.

وايي د اسلم فاروقي اعترافات به ژر خپاره کړي. د داعش ډلې تر دې دمه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا کسان داسې مهال نیول کیږي چې همدا څو ورځې مخکې په کابل کې د افغان سیکانو په ګوردواره وسله وال برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

د داعش ډلې ادعا وکړه چې دا برید دوی کړی دی.

داعش په افغانستان په تېرو څو کلونو کې پیدا شو او تر ټولو ډېر د ننګرهار د شینوارو په ولسوالۍ کې فعال و.

افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د دغې ډلې خلاف ډېر عملیات وکړل چې په پایله کې یې ګڼ غړي ووژل شول او سلګونه نور کسان افغان ځواکونو ته تسلیم شو.