د پیسو نړیوال صندوق: کورونا تر ټولو بد مالي کړکېچ راوستی
د پېسو دنړيوال صندوق (IMF) مشرې ويلي د کورونا وبا د نړيوال مالي کړکيچ پرتله يو ډېربد کړکيچ رامنتځه کړى دى.
د جمعې په ورځ جينوا کې د خبرو پرمهال کريستالينا جيورجيوا وويل، موږهيڅکله هم دغه ډول يو کړکيچ نه و ليدلى.
د پيسو د نړيوال صندوق د مشرې دا خبرې داسې مهال راځي چې د نړۍ په ډېرو برخو کې د کوويډ_١٩ ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره خلکو ته لارښوونه شوې، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او سوداگرۍ دې وتړل شي.
- کورونا وېروس: د نړۍ وروستی حال
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
- په کورونا د اخته کسانو شمېر له یو میلیون ډېر شو
د خوځښت او لگښتونو ناڅاپي بدلون د نړۍ په ډېرو برخو کې واردمخه اغيزې لرلې دي. د امريکا د کار پرمارکيټ يې خورا ډېراغيز کړى، چيرې چې لس ميليونو خلکو تېره اوونۍ د بي روزگارۍ له کبله دولتي مرستو له پاره عريضې ورکړي.
د پېسو نړيوال صندوق د وروستيو پرمختگونو پر بنسټ باور لري چې نړۍ وار د مخه اقتصادي کړکېچ کې ده او د دغه کړکيچ د ژورېدو او دوام د محدودولو له پاره د همغږو نړيوالو گامونو غوښتنه کوي.
بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان مشر د کورونا له وبا څخه اغيزمن شويو هېوادونو ته خبردارى ورکړ چې لا د لگول شويو بنديزونو دلرې کولو وخت نه دى رسېدلى.
ډاکترتيدروس گبريسيس جينوا کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، سره له دې چې دغه تدابير پراقتصادونو لوى فشار راوستى، خو لرې کول به يې لا لوړه بيه ولري.
دروغتيا د نړيوال سازمان دغه خبردارى داسې مهال راځي چې نړۍ کې د کورونا نيولو پېښې نژدې يو ميليون او سل زرو ته رسيدلې او د مړينو شمېر څه باندې ٥٨ زرو ته پورته شوى دى.