شاته

د کرونا وایرس خبر په سر عراق د رویټرز خبري ادارې اجازت نامه ځنډولې

عراقي مامورینو د رویټرز خبري ادارې په هېواد کې د کار اجازت نامه د دریو میاشتو دپاره ځنډولې ده. د برطانوي خبري ادارې خلاف دغه ګام پس له هغې اخیستل شوی چې په رپورټ کې یې ويلي وو په عراق کې د کروناوایرس کېسونه د حکومتي شمېرو نه زیات دي.

په نیویارک کې میشته د خبریالانو د تحفظ ادارې کمیټي ټو پروټېکټ جرنلسټس وویل په بغداد کې د مواصلاتو او مطبوعاتو کمېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په رویټرز خبري ادارې ۲۵ مېلین عراقي دینار (۲۱۰۰۰ ډالر) جرمانه هم ولګوله.

سي پي جې وویل عراقي کمېشن ویلي رویټرز د ولس خیر ښیګړه د خطر سره مخامخ کړې او د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره یې د حکومت په کوښښونو کې خنډان اچولې. عراقي چارواکو وویل رویټرز دې بخښنه وغواړي.

رویټرز د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په عراق کې د کرونا وایرس په اړه په خپل رپورټ کې ویلي وو چې په ملک کې د زرګونو په شمیره کې د کرونا وایرس کېسونه موجود دي خو عراقي حکومت به هېواد کې د کرونا وایرس یوازې ۷۷۲ کېسونه ښايي.

رویټرز الزام لګولی چې عراقي مامورین معلومات خفته ساتي او الجزیره تېلې وژن وویل د عراق د صحت وزارت مامورینو د خبري رپورت سخته غندنه وکړه.

رویترز سي پي جی ته ویلي په عراق کې د کرونا وایرس په اړه د خپل رپورت دفاع کوي. ادارې وویل د عراقي مامورینو نه یې د اجازت نامې په اړه وضاحت غوښتی دی.

د منځني ختیځ او مشرقي افریقې دپاره د سي پي جی نماینده اګنېشیو ډېلګاډو په عراقي مامورینو غږ وکړو چې د رویټرز اجازت نامه دې بحال کړي.

لکه د منځني ختیځ ګڼ شمیر نورو ملکونو عراق هم د کرونا وایرس مخنیوي په لړ کې د ورځپاڼو او مجلو په تقسیم پابندي لګولي ده.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه په عراق کې کرونا د مرګونو شمیر ۵۴ او د ناروغانو شمیر ۸۲۰ دی. ۲۲۶ کسان د کرونا وایرس نه صحت یاب شوي دي.