BBC
 شاته

کومو هېوادونو کې کورونا وېروس هېڅ نشته؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په انټرکټيکا کې د کورونا وېروس کومه پېښه نشته

په ترکمنستان او د پېسېفک یا ارام سمندر په ټوالو ټاپو کې څه شی مشترک دي. دواړه د هغو هېوادونو او سيمو له جملې څخه دي چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې په کې د کورونا وېروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

امریکا کې د جانس هاپکنز پوهنتون د راټولو شويو شمېرو له مخې کورونا وېروس يا کووېډ ۱۹ لږ ترلږه ۱۸۰ هېوادونو او سيمو ته رسېدلی دی او په نړيواله کچه پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر له ۹۰۰ زرو اوښتی دی.

د دې وېروس له امله تراوسه له ۴۸ زرو زيات کسان مړه شوي او ۲۰۰ زره پرې له اخته کېدو وروسته روغ شوي دي. خو ۴۰ داسې سيمې دي‌ چې هلته د کورونا وېروس پېښه په رسمي‌ ډول نه ده ثبت شوې.

د دې علت څه کېدی شي؟

د دې سيمو ډېری د ټوالو په څېر دي، د لږ نفوس ټاپو چې د خلکو لږ تګ او راتګ په کې دی.

له دې ځينې بيا د سيلانۍ سيمې دي، خو په نړيواله کچه پر سفر د بنديزونو له امله هلته خلک نشي‌ تللی.

بند رژيمونه

خو په ځينو هېوادونو کې بيا حالت پېچلی او نازک دی.

ترکمنستان په نړۍ کې يو له ځپونکو حکومتونو څخه دی، دوی د ''کورونا وېروس'' پر نامه هم بنديز لګولی دی.

Night view of Turkmenistan's capital, Ashgabat د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکمنستان د "کورونا وېروس" پر نامه بنديز لګولی دی

په همدې ډول په شمالي کوريا کې هم د حکومت پر موقف د خلکو شک راپورته شوی دی.

د شمالي‌کوريا شاوخوا داسې هېوادونه دي چې د دې وبا له امله يې ډېر زیان ليدلی دی. د دې سربېره د شمالي کوريا يو ګاونډی چين دی چېرته چې دغه وبا پيل شوې وه.

خو بيا هم شمالي کوريا د کورونا وېروس يوه مثبته پېښه نه ده اعلان کړې.

کورنۍ جګړې

داسې وېره ښودل کېږي چې کېدی شي دغه وبا به د شمالي کوريا د روغتيا سيستم ډېر اغېزمن کړي، چې خپله د خراب نظام او د نړيوالو بندیزونو له امله قوي‌ نه دی.

هغه ځايونه چې د کورونا وېروس پېښې په کې نه دي ثبت شوې
امریکايي سموا انټرکټيکا بووېټ ټاپو
کرېسمې ټاپو ککوس ټاپو کوموروس
کوک ټاپو فالکنډ\ مالوينس فرانسې جنوبي سيمې
هېپرډ ټاپو او د مکډونلډ ټاپو کېرېبټي ليسوتو
ملاوي مارشل ټاپوګان، مايکرونيسيا
ناورو نيو نارفوک ټاپو
شمالي کوريا پلاو پېټکرن
سېنټ هېلينا سېنټ پېرېر او مېکوېلون سموا
سولومان ټاپوګان جنوبي جورجيا او د جنوبي سنډوېچ ټاپوګان جنوبي سودان
سپارټلي ټاپوګان سوالبارډ او جان ماين ټاپوګان تاجکستان
ټوکيلو ټونګا ترکمنستان
ټوالو د امريکا بهر واړه ټاپوګان ونوټوا
يمن ولېس او فوټوانا ټاپوګان لوېديځه صحرا

په شمالي کوريا سربېره يمن هم له داسې حالت سره مخ دی.

د منځني‌ختيځ په دې هېواد کې کورنۍ جګړه روانه ده چې له امله يې د کورونا وېروس ازموينه او د پېښو ثبتول ډېر له سختۍ سره مخ کړي دي.

ګاونډی هېواد سعودي‌ عربستان چې په يمن کې له حوثي‌ ياغيانو سره جنګېږي د مارچ پر ۳۱ اعلان کړی و چې د کورونا وېروس د پېښو شمېر يې ۱۵۶۳ ته رسېدلې دي.

د انځور حقوق Getty Images

د دې تر څنګ د افريقا په ځينو هېوادونو کې هم تراوسه د کورونا وېروس پېښې نه دي ثبت شوې خو کېدی شي دا د ازموينې د وسيلو د نشتوالي له امله وي.

انټرکټيکا بيا يوازينۍ لویه وچه ده چې د کورونا وېروس هېڅ پېښه په کې نشته. له جغرافيايي لحاظه د لېرې پرتې وچې سربېره دلته د خلکو نفوس ډېر کم دی او تر نړيوال څېړنيز مرکز پورې محدود دی.