شاته

رپورټ: القاعده او داعش کرونا وایرس خطر مني خو د حملو دپاره یې موقع هم ګڼي

که څه هم القاعده او داعش مني چې کرونا وایرس یو خطر دی خو د دواړو ډلو ځینې وسله وال ګڼي چې په دنیا د کرونا وایرس وبا خپرېدل د دوی دپاره یوه موقع ده چې حمایت کوونکي ترلاسه کړي او د وړاندې نه زیاتې سختي حملې وکړي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د کرونا وایرس په اړه د دغه سخت دریځو ډلو په پیغامونو کې بېلا بېل جذبات څرګندیږي، که یو خوا دوی د دې ناروغۍ په اړه تشویش څرګندوي نو بلخوا پکې د زړه ورتوب دعوې هم کوي، په پلویانو غږ کوي چې توبې دې وباسی او احتیاط دې وکړي خو دا هم وايي چې کرونا وایرس د غیر مسلمو دپاره سزا ده.

ای پي وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ القاعده په غیر مسلمو غږ وکړو چې د قرنطین په مهال دې د اسلام په اړه زدکړه وکړي.

د مارچ په میاشت کې په النبا خبر پاڼه کې داعش په خپلو پلویانو غږ وکړو چې د کرونا وایرس دلاسه د بحران په دې وخت کې دې حملې وکړي او د رحم نه ته کار نه اخلي.

په دنیا کې د سیاسي او امنیتي حالاتو څیړنه کوونکي ادارې انټرنېشنل کرایسس ګردپ د نهې، سه شنبې، به ورځ خبرداری وکړو چې کرونا وایرس دلاسه د نړۍ هغه اتحاد ته نقصان رسولی شي چې د تندروه ډلو خلاف جنګ دپاره ضروري دی.

ادارې وویل دا یقیني خبره ده چې کرونا وایرس دلاسه به د هېوادونو دننه د امنیت کوښښونو او په نړیواله کچه داعش خلاف جنګېدو دپاره همکارۍ ته نقصان ورسیږي او په نتیجه کې به یې وسله وال موقع ترلاسه کړي چې د حملو تیاری ونیسي.

ځینې څیړونکي وايي په موجوده وخت کې دا وېل ګرانه خبره ده چې د کومو حملو زمه واري د کرونا وایرس په نتیجه کې په پیدا شویو حالاتو واچوي.

تېره میاشت وسله والو په چاډ کې د ناجیریا او نیجر د سرحد سره نژدې د چاډ په امنیتي ځواکونو حمله وکړه چې پکې ۹۲ عسکر ووژل شوو. چاډ په افریقا کې د وسله والو خلاف جنګ د لومړي صف په هېوادونو کې شامل دی.

په مصر کې دوو پوځي مامورینو ای پي خبري ادارې ته وویل د سینا په سیمه کې د داعش په حملو کې اضافه شوې ده.

په شام او عراق کې د کرونا وایرس د خپرېدو وروسته د داعش په حملو کې زیاتوالی نه لیدل کیږي خو د امریکې په مشرۍ کې پوځي اتحاد د عراقي ځواکونو د تربیي عمل ودرولی دی او په عراق کې د یو شمېر مرکزونو نه د وتلو تیاری کوي.

ای پي وايي په نورو سیمو کې داسې نښانې لیدل کېږي چې د امریکايي او برطانوي ځواکونو د انخلا وروسته به هلته امنیتي خلا پېدا شي چې په امکاني توګه به یې وسله وال به ونیسې.

ای پي وايي د افریقې په یو شمېر برخو کې امریکايي پوځ خپله توجه د روس او چین لورې ته اړولې ده.

د افریقې دپاره د امریکايي ځواکونو کمانډ ترجمانې کرسېټینا ګېسبن اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل که څه د امریکايي ځواکونو په پرځای والي کې بدولون شوی دی خو د براعظم افریقې سره ژمنه یې پرځای ده. هغې وویل ۵۲۰۰ امریکايي عسکر هر وخت په افریقا کې موجود وي.

د افریقې په کینیا هېواد کې میشته برطانوي پوځ عسکرو ته ویلي چې د کرونا وایرس دلاسه دې خپلې کورنۍ بیرته ولیږي. برطانوي پوځ د کینیا امنیتي ځواکونو ته د ترهګرۍ ضد تربیه ورکوي.

د فرانس د دفاع وزارت ویلي د مغربي افریقې په ساحل سیمه کې به د ۵۱۰۰ عسکرو خپل مشن کې څه کمی نه کوي. د فرانس یو القاعده پلوه ډلې د فرانس به پوځ غږ کړی چې د فرانس عسکر دې په کور کښېني او د وایرس نه دې ځانونه وژغوري.

به نایجیریا کې چرته چې امنیتي ځواکونه د داعش سره تړلې بوکو حرام ډلې سره په جنګ کې ښکیل دي، پوځ ویلي لوې غونډې او د تربيي پروګرامونه یې ځنډولي دي. د نایجیریا د پوځ مشر ویلي که چېرې په ملک کې کرونا وایرس خوریږي نو پوځي ګاډي به د خلکو هسپتالونو د وړلو او یا د مرګ په صورت کې هدیرو ته په انتقالونو کې استعمالېږي.

لیت الخوري په افریقا کې د تندروۍ څیړونکی دی، وايي وسله وال د امنیتي ځواکونو ترڅنګ په قېد خانو هم حملی کولی شي. هغه وايي په غربي افریقا کې داعش او القاعده همکاري زیاته کړې ده او سیمه کې خطرات پېدا کړي دي او د دې ډلو وسله وال د ولسي حمایت ترلاسه کولو دپاره په حکومتونو الزام لګولی شي چې د وایرس د مخنیوي په لړ کې مناسب ګامونه نه دي اخېتسي.

الخوري وايی ځينې خلک کرونا نه د بچ کېدو دپاره د مذهب په لوري تللی شي چې په نتیجه کې به یې دا ناروغي نوره هم خوره شي او ځینې خلک د ساینس منلو پرځای به د تندلارو دې خبرو ته زیات غوږ ږدي چې دوي په کرونا وایرس ښه پوهه شوي دي.

په صومالیه کې د القاعده سره تړلې الشباب ډلې مشرانو تیره میاشت په کرونا د غور دپاره یوه غونډه وکړه. ای پي وايي په دغه پنځه ورځنې غونډه کې الشباب ومنله چې کرونا د مسلمانانو په شمول دنیا دپاره بیړنی خطر دی.

د غونډې وورسته د الشباب ترجمان ای پي ته وویل الشباب دا فیصله یې لا نه ده کړې چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه خپلې حملې ودروي او د خپل اختیار دلاندې سیمو کې د صحت کاروکوونکو ته رسايي ورکړي.

په افغانستان کې طالبانو داسې وډیوګانې خورې کړي دي چې ښايي طالب وسله وال خلکو ته ماسکونه ورکوي او صابونونه ورکوي او د جراثیمو د مخنیوي په اړه خبرې کوي. طالبانو ویلي دوی به د کرونا وایرس خلاف کارکونکو امدادي کارکوونکو ته امنیت ورکوي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ای پي ته وویل که چېرې د دوی د اختیار لاندې سیمو کې کرونا وایرس خپور شو نو هلته به جنګ بندي کوي.