شاته

رپورټ: کرونا وایرس دلاسه د صدر ټرمپ کمپني د ورځې یو مېلین ډالر بېلي

د "ټرمپ ارګنایزېشن" د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ شخصي کمپني ده چې هوټلې، د ګالف لوبې میدانونه او د سیل او تفریح سر تړلې مرکزونه لري کرونا وایرس له امله په اقتصادي هلو ځلو کې کمي له امله د ورځ په حساب یو مېلن ډالر تاوان کوي. دا خبره وال سټریټ جنرل ورځپاڼې په خبل تازه رپورټ کې کړې ده.

رپورټ وايي په کاروبار کې د کمي له امله ټرمپ ارګنایزېشن به نیویارک، واشنګتڼ، لاس وېګس او فلوریډا کې ۵۰۰ کارکوونکي لېرې کړي او یا یې په رخصت لیږلي دي. د ټرمپ ګڼ شمیر هوټلې تړل شوي دي او کومې چې خلاصې دي وال سټریټ جرنل وايي په هغو کې د مېلمنو شمېر ډیر کم دی.

رپورټ په سرښار واشنګټن کې د ترمپ انټرنېشنل هوټل د یو کارکوونکي له قوله لیکلي چې تېړه میاشت یوه ورځ د ۲۶۳ کوټو په هوټل کې یوازې ۱۱ مېلمانه وو.

وال سټریټ جرنل وايي ټرمپ ارګنایزېشن د واشنګټن هوټل د خرڅولو دپاره د دوو کمپنو سره خبرې شروع کړې وې خو د کروناوایرس د خورېدو ورسته دغه مذاکرات ځندېدلي او د ډانلډ ټرمپ زوي، اېریک ټرمپ چې د خپل ورور سره ټرمپ ارګنایزېشن چلوي، په یو بیان کې وویل په موجوده وخت کې دوی توجه خپل کارکوونکي محفوظ او صحت مند ساتلو ته اړولې ده او د هوټل د خرڅولو په لړ کې د غوره کولو بېلا بېلې لارې ورته خلاصې دي.

په فلورېډا کې د مار الاګو نومې د ټرمپ کلب تړل شوی دی او د کلب یو غړي وال سټریټ جرنل ته وویل داسې ښکاري لکه چې کلب د پېریانو کلی وي. د ټرمپ پس له هغې وتړل شو چې فلورېډا ګورنر په ریاست کې کرونا مخنیوي په غرض د رېسټورانټونو او کلبونو د بندېدو حکم جاري کړو.

وال سټریټ جرنل وايي په امریکا کې د کرونا وایرس دلاسه راپورته شوي اقتصادي بدحالۍ نه د صدر ټرمپ د کاروبارونو ترڅنګ نور هوټلونه هم په منفي توډول متاثر شوي دي.

تیره میاشت د امریکې کانګرس د دوه اشاریه دوه کرب (ټرېلین ډالر) مالیت یو قانون منظور کړو چې ترمخه به یې د کرونا ځپلو امریکنیانو او کاروبارونو سره حکومت مالي مرسته کوي. خو د دغه قانونه د صدر ټرمپ کاروبارونه ویستل شوي دي چې مالي امداد به نشي اخیستلیږ

چپ راجرز د امریکې د هوټلونو د تجارتي اتحاد صدر دی وايي کرونا دلاسه چې د دوی کاروبارونه د کومو سختو حالاتو سره مخامخ شوي دي دغه ډول حالات دوی کله وړاندې نه وو لیدلي.

وال سټریټ جرنل وايی د صدر ټرمپ د کمپنۍ د نقصان اندازې د هوټل د صنعت په شمېرو، د هغه په کمپنۍ کې د پخواني او موجوده کارکوونکوپه مرکو، حکومت ته د هغه د کمپنۍ په څرګندونو اډاڼه لري خو د ټرمپ ارګنایزېشن ورستي نقصاناتو کره اندازه نشي کېدلی.

رپورټ وايي به مایامي کې د ډورل نومې ګالف کلب بند دی چې له امله یې هره ورځ ۲۰۰۰۰۰۰ نقتصان کیږي. هم دغه رنګ په نیویارک او واشنګټن کې د صدر ټرمپ هوټلونه د ورځې ۳۰۰۰۰۰۰ ډالر نقصان سره مخامخ دي.

اېریک ټرمپ وال سټریټ ته په یو بیان کې وویل دوی هغه ورځ ته په لیوالتوب کتنه کوي چې بیا به خپلې دوازې په مکمله توکه د عادي کاروبار دپاره خلاصې کړي."مونږ په غیر یقیني توګه مضبوطه کمپني لروو او مونږ د ټولو امریکنیانو د صحت او امن امان دپاره دعاګانې کوو."