شاته

په امریکا کې کروناویروس له ۵۰۰۰ زیات کسان مړه کړي

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون لخوا وړاندې شویو شمیرو له مخې په متحده ایالاتو کې د پنجشنبې د ورځې تر سهاره د کروناویروس په وجه د مړه شویو کسانو شمیر ۵۱۳۷ ته رسیدلی او پدې ویروس باندې د اخته کسانو شمیر له۲۱۶۰۰۰ نه اوښتی دی.

دا پداسې حال کې دي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ټول هیواد د قرنطین کیدو د غوښتنې په وړاندې مقاومت کوي او وایي چې والیان دې د خپلو ایالتونو د قرنطین کولو په اړه پخپله پریکړه وکړي.

د امریکایي مقاماتو د وړاندوینو له مخې ښایي په لسګونو زره امریکایان د کروناویروس په وجه ژوند له لاسه ورکړي. جمهور رئیس ټرمپ تر اوسه په ټول هیواد کې په کورونو کې د خلکو د قرنطین کیدو د نه امر ورکولو نه ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې په کروناویروس باندې اخته سیمو ته د اور ګاډي او هوا له لارې د سفر کولو په محدودولو غور کوي.

کروناویروس د امریکا د متحده ایالاتو د پنځوس ایالتونو له جملې نه د نیویارک ایالت تر ټولو زیات ځپلی دی. پدې ایالت کې د پنجشنبې تر سهار پورې څه دپاسه ۸۴ زره کسان پدې ویروس اخته شوي او ددې ساري ناروغۍ له وجې د مړو شمیر ۲۲۲۰ تنو نه اوښتی دی.

د نیویارک وروسته د هغه په ګاونډی ایالت نیوجرسي کې ۲۲۲۵۵ کسان پدې ویروس اخته شوي او تر اوسه ۳۵۵ کسان په کې مړه شوي دي.

د کالیفورنیا ایالت په درېیمه کچه کې راځي چې تر اوسه په کې څه دپاسه ۹۹۰۰ کسان په کروناویروس اخته شوي او د پنجشنبې تر سهاره په کې ۲۱۶ کسان مړه شوي دي.

د کالیفورنیا وروسته په میشګان ایالت کي څه دپاسه ۹۳۰۰ کسان، په فلوریدا کې ۷۷۷۳ کسان، په ماساچوسیت کې ۷۷۳۸ کسان پدې ویروس اخته دي.

تر اوسه په واشنګټن ډي سي کې ۵۹۰ کسان، د هغه په ګاونډي ایالت ویرجینیا کې ۱۴۸۶ او د ډي سي په بل ګاونډي ایالت مریلند کې ۱۹۸۶ کسان په کروناویروس اخته دي.

له بلې خوا پداسې حال کې چې د کروناویروس په ټوله نړۍ کې په پراخیدو دی د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون زیات شمیر هیوادونه ددغه ویروس په وړاندې د محافظتي لوازمو او روغتیایي وسایلو لکه ماسکونو، چپنو او پلاستیکي دستکشو له کمبود سره مخامخ دي.