شاته

له کرونا ویروس سره د هېوادونو سمه او ناسمه مبارزه

کرونا ویروس، ټوله نړۍ د ۲۱مې پېړۍ له تر ټولو لویو ننګونو څخه یوې سره مخامخ کړې ده.

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه روښانه او چټکې لارښوونې نه‌شته، یو شمېر هېوادونه د دې ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې تر نورو زیات بریالي دي.

هر هېواد په خپلو غوره کړو طریقو د دې ویروس د خپرېدو مخه نیسي، خو د ټولو نتایج بېل دي.

  • جنوبي کوریا

جنوبي کوریا په نړۍ کې له هغو هېوادونو ده چې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې په‌کې ثبت شوې.

په داسې حال کې چې دې هېواد د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې د کرونا ویروس نهه زره او ۹۰۰ مثبتې پېښې او ۱۶۵ مړینې اعلان کړې، د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، دا هېواد په پراخه کچه ستایل شوی دی.

په جنوبي کوریا کې روغتیايي کارکوونکی له یوه کس د نمونې د اخیستو پر مهال
په جنوبي کوریا کې روغتیايي کارکوونکی له یوه کس د نمونې د اخیستو پر مهال

مهم لامل‌يې دا دی چې دې هېواد د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو ورځو کې د ناروغانو معاینات پیل کړل. د امریکا د ساينس‌پوهانو فدراسیون کارکوونکو دې خبرې ته پام شو چې جنوبي کوریا هره ورځ د ۱۵ زرو خلکو معاینات کول.

دغه هېواد د ۲۰۱۵م کال د میرس ناروغۍ له تجربې زده‌کړه وکړه. د دې ترڅنګ جنوبي کوریا د بایوټکنالوژۍ تر ټولو غوره صنعت لري چې په چټکۍ سره معاینات کولای شي.

خو دا چې دغه هېواد د امنیتي کمرو، بانکي کارتونو او ټیلیفونونو د معلوماتو له مخې خلک پېژندل چې باید څوک ټسټ شي، د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په اړه د اندېښنو لامل شو.

  • جرمني

په لومړيو کې په جرمني کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر ډېر وو. د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، جرمني د اپرېل تر لومړۍ نېټې تر ۷۱ زره زیاتې مثبتې پېښې درلودې.

له دې سره جرمني په نړۍ کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې لرونکی پنځم هېواد شو.

په جرمني کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته کس لېږدوي
په جرمني کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته کس لېږدوي

په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۷۷۰ کسان مړه شول، خو د ۸۲ میلیونه نفوس لرونکي دې هېواد کې دا مثبتې پېښې یو فیصده کېږي چې په نسبي توګه کمې دي.

د جرمني په پرتله په اسپانیه او ايټالیا کې د تلفاتو شمېر تر ۱۰ فیصده لوړ دی.

د جرمني کم شمېر هم په لومړيو کې د معایناتو پیل ګڼل کېږي.

خو جرمني نور مهم اقدامات هم کړي لکه پر غونډو او د بازارونو پر پرانیستلو بندیز.

  • ایټالیا

ایټالیا تر امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لري.

په دې هېواد کې یو لک او پنځه زره کسان په دغه ویروس اخته شول او د اپرېل تر لومړۍ نېټې په دې هېواد کې ۱۲ زره ۴۰۰ کسان مړه شول.

د متخصصينو په وینا، دا هېواد د کرونا ویروس پر وړاندې ډېر ناوخته لاس په کار شو.

په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو روغتون
په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو روغتون

د فبرورۍ تر ۲۳مې نېټې په دې هېواد کې ۱۲۳ پېښې ثبت شوې وې او ۱۱ ښارونه وتړل شول، خو د حکومت پيغام ډېر روښانه نه‌وو.

چارواکو ښوونځي وتړل او له خلکو يې وغوښتل چې ټولنیز واټن مراعت کړي، خو ډاډ يې ورکړ چې خلک اړ نه‌دي خپل عادتونه بدل کړي. متخصصین دا هم وايي چې د ايټالیا روغتیايي سیستم د دې ویروس سره مبارزې ته چمتو نه‌وو او د ماسکونو او ساه اخیستلو د ماشینونو له کمښت سره مخامخ شو.

متخصصين د ايټالیا لومباردي او وینیتو سیمې سره پرتله کوي.

په لومباردي کې ډېرې پېښې ثبت شوې، خو وینیتو دومره نه‌دی ځپل شوی. دوی وايي وینیتو نه‌یوازي له دې کبله بریالی وو چې په پراخه کچه‌یې د خلکو معاینات وکړل، بلکې هغه کسان‌یې هم وڅارل چې له ناروغانو سره په تماس کې شوي وو.

  • امریکا

اوس‌مهال امریکا د کرونا ویروس د ناروغۍ مرکز دی. په دې هېواد کې د اپرېل تر لومړۍ نېټې یو لک او ۹۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور زره کسان مړه شوي دي.

د امریکا په نیویارک ښار کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.
د امریکا په نیویارک ښار کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې راتلونکې دوه اوونۍ به ډېرې سختې وي. د ټرمپ دا خبره د ده له مخکېنیو پیغامونو سره په تضاد وه. ده مخکې ویلي وو چې وضعیت‌یې بشپړ تر کنټرول لاندې دی.

متخصصین په دې باور دي چې ګډو وډو پيغامونو په امریکا کې دې ناروغۍ ته غبرګون وځنډاوه. همداراز معاینات یو مهم اقدام دی چې په دې برخه کې په لومړیو کې چټک اقدامات نه‌وو شوي.