شاته

ملګرو ملتونو د کرونا واېرس نه د اغېزمنه هېوادونو د مرستې لپاره د ټرسټ فنډ جوړولو اعلان کړی

ملګرو ملتونو د کرونا واېرس نه د اغېزمنه غریبو او د میانې درجې هېوادونو د مرستې لپاره د ټرسټ فنډ جوړولو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وېب پاڼه یو خپور شوي پېغام کې د ملګرو ملتونوسېکرټري جنرل - سرمنشی انتونیو ګوتیرش ویلي دي دا وخت نړۍ د یو غېر متوقع ازمېښت سره مخ ده، کرونا واېرس په لکهونو خلک سخت ناروغه کړي او دا ناروغي د نړۍ یوشمېر برخو کې په تېزی سره خورېږي.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل ویلي دي نړۍ دا وخت د دوېم نړیوال جنګ نه وروسته مشکل کې ده او دا مشکل په یو شمېر هېوادونو کې سیاسي او معاشي بحرانونه یا کړکېچ جوړولی شي.

ګوتیرش پرون د امریکا سي اېن اېن ټیلي ویژن سره هم د خبرو په وخت ویلي دي ملګرو ملتونو په نړۍ کې د کرونا وبا سیاسي او معاشي ګزارونو ته په ځواب کې د مرستو فنډ اعلان کړی دی.

انتونیو ګوتیرش خبرادرۍ ورکړی چې دا وخت هر یو تن ته خطر جوړ دی او نړۍ یو داسې غورځېدونکي معاشي بحران سره مخکېدوکې ده چې نزدې وختونو کې به یې مثال نه وي لیدلی شوې.

نوموړي زیاته کړه باید د نړۍ هېوادونه خپل سیاسي مقصدونه شاته کړي، خپل ترمنځ اتفاق پېدا کړي ځکه چې دا وخت بشریت په خطر کې دی.

انتونیو ګوتیرش د ملګرو ملتونو په وېب پاڼه خپل پېغام کې دا خبره هم څرګنده کړې ده چې نړیواله مالیاتي اداره ( ايي اېم اېف) د کال 2020-21 لپاره په نړۍ کې د معاشي ترقۍ-پرمختیا د امکاناتو اندازو ته بیا سره کتنه کوي.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل وویل نړیواله مالیاتي اداره ګڼي چې دا وخت د کال 2009 په رنګه یا د هغې نه زیات معاشي بحران جوړ شوې او ممکنه ده نړیوال معاشي بحران اعلان کړی شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي