شاته

د کرونا وبا مقابلې لپاره د امریکا پوځ سمندري‌ هسپتال نیویارک ته رسیدلی

د امریکا سمندري‌ پوځ په کشتۍ کې جوړ هغه سمندري‌ هسپتال چې د ناروغانو لپاره ۱۰۰۰ (یوزر) بستره لري د ګل په ورځ نیویارک ته رسیدلی. دغه سمندري‌ هسپتال په داسې وخت کې نیویارک ته ورسید چې د ښار چارواکو د امریکا وفاقي‌ حکومت نه د سمدستي بیړنۍ مرستو غوښتنه کوله.

د نیویارک ښار ښاروال بېل ډي بلاسیو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په هغه خبره هم خفګان ښودلی چې امریکايي‌ صدر ویلي وو،‌ نیویارک ښار ته لیګل شوي په زرګونوماسکونه د ښار دهسپتالونو نه ورکیږي. د نیویارک ښاروال دغه بیان د کرونا وایرس پرضد جنګیدونکي صححي کارکونکو سپکاوی بللی. د امریکا سمندري پوځ دغه هسپتال به د نیویارک ښار په هسپتالونو کې د کرونا وایرس زیاتیدونکي ناروغانو کې مرسته کوي.‌

د امریکا سمندري‌ پوځ دغه هسپتال (یو اېس اېن اېس کمفرټ) نومیږي او د یولسم ستمبر د ترهګر بریدونو وروسته یو ځل بیا نیویارک ښار لیږل شوی چې د کرونا وایرس نه علاوه نور ناروغانو درملنه وکړي. د نیویارک ایالت هسپتالونه دا مهال د کرونا وایرس دناروغانو ډک دي.

د نیویارک ایالت ګورنر انډریو ویلي دغه سمندري هسپتال به په نورو هسپتالونو ګڼه ګوڼه کمه کړي.‌ په دغه هسپتال کې ۱۰۰۰ بستره یا کټونه او ۱۲ د عملیاتو یا اپریشن کوټې دي چې ۲۴ ساعته به کار کوي.

نیویارک ښار ته دغه سمندري هسپتال په داسې وخت رسیدلی چې د امریکا نیویارک ایالت کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شووتنانو شمیره د زرو نه اوختې.‌ په نیویارک ایالت کې یوه میاشت وړاندې د کرونا وایرس د لومړي ناروغه تن پخلی شوی وو. په دغه ایالت کې زیاتره کسان په تیرو څو ورځو کې مړه شوي‌ دي.

دا مهال د امریکا نیویارک ښار په ګرد هیواد کې د کرونا وبا مرکز ګرځیدلی. د اتوریا یکشنبې په ورځ یواځې په نیویارک ښار د کرونا وایرس دلاسه د ۷۷۶ کسانو د مرګونو پخلی شوی. د نیویارک ایالت د نورو سیمو نه د کرونا وایرس د لاسه د مرګونو شمیره به نن د ګل په ورځ وړاندې کیږي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ مطبوعاتو سره د خبرو اترو په وخت ویلي وو چې خبریالان باید دا پوښتنه وکړي چې ٫٫ نیویارک ښار ته لیږل شوي په زرګونو ماسکونه چرته دي؟ ایا دغه ماسکونو په پټو دروازو بل خوا روان دي. ٬٬

د صدر ټرمپ‌ دغه خبرې ته د نیویارک ښار ګورنر او نور سخت غبرګون ښودلی چې بې د ثبوتونو یې دغه تور لګولی. ګل په ورځ ګورنر ډي بلیسو دغه تور د کرونا پرضد جنګیدونکي صححي کارکونکو ٫٫سپکاوی٬٬ بللی. نوموړي‌ویلي‌ ٫٫ ځه نه یم خبر صدر د څه په اړه خبرې کوي. داخبره د هغه خلکو لپاره هیڅ حساسه نه ده څوک چې دا وخت د کرونا پرضد خپل هر څه ورکوي.٬٬

په نیویارک ایالت کې د وړاندې نه د هسپتال انتظامیې ټولو کاکونکو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا په وخت کې دې حفاظتی ماسکونه د ځان سره کورو ته نه وړي. او نه هم تر اوسه داسې کوم ثبوتونه شته چې ګنې په نیویارک کې د دغه ماسکونو لوټ مار شوی.

د نیویارک دهسپتالونو د اتحادیې مشر کېنېت راسکي په یو بیان کې ویلي ٫٫ د نیویارک ایالت د هسپتالونو کارکونکي د صدر ټرمپ د دغه خبرې نه سېوا او د ښه څه مستحق دي.٬٬